Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل او ځينو ولایتونو کې د روشن انټرنېتي خدمتونو دوه برابره کېدل

د روشن مخابراتي شرکت چارواکي په کابل او ځینو ولایتونو کې د فورجي انټرنېټي خدمتونو د دوه برابره کېدو خبر ورکوي.

دغه چارواکي وايي چې په ټول هېواد کې د کیفیت لرونکي انټرنېټي خدمتونو د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.

د دغه شرکت مسوولان وايي، روشن د هېواد ۹۱ سلنه نفوس تر خپل انټرنېټي او ټېلفوني پوښښ لاندې راوستی دی.

د روشن شرکت د خرڅلاو ریاست مرستیال عبدالعزیز نیازي وویل:«روش نه‌یوازې د غوره مخابراتي خدمتونو د دوړاندې کولو په برخه کې مخکښ دی، بلکې په بېلابېلو ښوونیزو، ټولنیزو، اقتصادي، سپورټي او کلتوري برخو کې مهمه ونډه لرلې ده.»

په همدې حال کې د اترا ادارې چارواکي وايي چې اوس مهال د هېواد په لرې پرتو سیمو کې مخابراتي او انټرنېټي خدمات فعال دي.

د دې ادارې وياند په هېواد کې د انټرنېټ د لوړې بيې د منلو ترڅنګ ټينګار کوي چې، د مخابراتي شرکتونو ترمنځ د انټرنېټ د بيې د راټيټولو لپاره سيالي روانه ده.

 د اترا ادرې ویاند جلال الدین شمس وايي:«څلرېشت نیم مېلیونه هېوادوال مخابرات استفاده کوي او فعال سیم‌کارټونه لرو کابو ۱۳ مېلیونه افغانان  انټرنېت استفاده کوي او ورځ تر بلې مخابراتي خدمات په پراخېدو دي نن موږ او تاسې په بدخشان په پامیر کې او واخان کې خدمات لرو.»

اوس مهال سلام، روشن، افغان بسم، اتصالات او ام ټي ان شرکتونه په هېواد کې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه وړاندې کوي؛ خو خلکو تل د ټېلفوني او انټرنېټي خدمتونو پر لوړې بیې نیوکې کړي دي.
 
شریک یي کړئ