د سپین بولدک - چمن دروازه یوځل بیا د پاکستان له لوري د ناڅرګند دلیل له امله د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.
مسافر او مسوولان وایي د پاکستان لخوا لاهم د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پخوا په شان محدودیت پر خپل ځای پاتې دی.
دوی زیاتوي، پاکستانی لوری د نا معلوم دلیل له امله پر تذکره او شناخت کارټ مسافرو ته د تګ راتګ اجازه نهورکوي.
مسافر جانان وايي:«دروازه بنده ده، طالبان خلک ور خوشي کوي؛ خو پاکستاني پوځيان خلک پر تذکره او شناخته کارټ نه پرېږدي.»
بل مسافر احمدشاه هم وویل:«زه يې بېرته واپس کړم، کورنۍ راسره وه اجازه یې رانهکړه او لګښتونه مي بېځايه ولاړل.»
مسافر عبدالقاهر څرګندوي:«ما پاسپورټ درلود له پاکستانه راغلم، له هغه ځايه يوازې پاسپورټ او ویزه لرونکو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېدل او شناخته کارټ او تذکره لرونکي کسان نه پرېښودل کېدل.»
د سپین بولدک ولسوالۍ د کميسارۍ مسوولان هم وایي چې، پاکستان له پروني اعلان وروسته مسافرينو ته د پاسپورټ او ویزې پرته پر تذکره او پاکستاني شناخت کارټ د تګ راتګ اجازه نهورکوي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د کميسارۍ استازی امينالله څرګندوي:«پاکستان پرون د سپين بولدک-چمن پر دروازه د پخوا په شان پر تذکره او شناخته کارت د تګ راتګ اعلان وکړ؛ خو نن يې هېڅ يو مسافر ته پر يادو اسنادو د تګ اجازه نهورکوله، موږ ستونزه نلرو، خو ستونزې د پاکستان لخوا ده.»
دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ (یکشنبه) له لس مياشتني ځنډ او پرلت وروسته، د بلوچستان ایالتي حکومت له لوري د چمن پرلت د مشرانو په خوشي کېدو سره د پاکستان دولتي مسوولانو د سپين بولدک - چمن پر دروازه د لګېدلو محدودیتونو د لېرې کولو او د پخوا په شان پر شناخت کارټ او تذکره د تګ راتګ خبر ورکړ.
د پاکستان دولت استازي عنایت کاسي ویلي و:«له دې وروسته به تاسو پر پاسپورټ او تذکره د سپين بولدک-چمن پر دروازه تګ راتګ کوئ او تاسو ته به نور امکانات هم برابرېږي.»
پاکستاني چارواکو تر اوسه د سپین بولدک-چمن دروازې په اړه تازه تبصره نهده کړې؛ خو له چمن څخه ځينو سرچينو طلوع نیوز ته ویلي، چې پر دروازې د عادي تګ راتګ د پیل هڅي بيا پیل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه