Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: ماشومان افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنو اصلي قربانیان دي

د ملګروملتونو د همغږۍ اداره یا اوچا په یوه راپور کې ویلي چې، د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاودو توکو په چاودنه کې ۲۹۲ تنه قرباني شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنې ۸۸ سلنه قربانیان ماشومان دي او کابو ۵۰ سلنه دغه پېښې له ناچاوده توکو سره د ماشومانو د لوبو پر مهال رامنځته شوې دي.

د ملګروملتونو همغږې کوونکې اداره یا اوچا د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ تر جون میاشت پورې په ټوله کې  ۲۹۲ ملکي تلفات ثبت شوي چې، د چاودېدونکو توکو د چاودنو ۸۸ سلنه قربانیان ماشومانو دي چې کابو ۵۰ سله پېښې د ماشومانو د لوبو پر مهال او ۱۵ سلنه یې د اوسپنیزو توکو د راټولولو پر مهال رامنځته شوې دي.»

محمد عارف چې د ده سبز د شیخو کلي اوسېدونکی دی وایي د روان کال د غوایي په پنځمه نېټه یې ۷ کلن زوی له ناچاوده ماین سره د لوبو له امله ټپي شوی دی.

د زیانمن شوي ماشوم پلار محمد عارف طلوع‌نیوز ته وویل:«له دولت څخه موږ غوښتنه دا ده چې، الحمد اوس خو جګړه نشته؛ خو دغه ماینونه دي چې، د ټولو ماشومانو ژوند ګواښي پاملرنه وکړي.»

دغه ماشوم چې د ماین چاودنې له امله یې یوه پښه او یوه سترګه زیانمن شوي لا یې هم د پېښې شېبه په یاد ده.

زیانمن شوی ماشوم ارمان وايي:«کاغذونه مو راټول کړل، اور مو واچوه او چاودنه یې وکړه.»

له دې سره هم مهاله د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست وایي چې، د روان ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه نږدې ۳۰۰ تنه د ناچاوده توکو له امله زیانمن شوي چې، له دې ډلې ۲۱۰ تنه ټپيان شوي او ۱۰ نور مړه شوي دي.

د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌خېل وویل:«د ۳۰۰ په شاوخوا کې دي چې، ۲۱۰ تنه ټپيان او ۹۰ تنه شهیدان شوي دي؛ خو له بده مرغه ډېری قربانیان یې ماشومان دي.»

د یاد ریاست د شمېرو له مخې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د ماین پاکۍ ۲۸۲ ډلې فعالیت لري.
 
شریک یي کړئ