Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نجونې یوځل بیا د کانکور ازموینه کې د ګډون او د زده‌کړو د دوام غوښتونکې شوې

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان یوه ورځ وروسته، ځينې زده‌کوونکې نجونې طلوع‌نیوز ته وايي چې، غواړي د هلکانو په څېر د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي.

دغه نجونې یوځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې، هغوی له زده‌کړو بې‌برخې نه‌کړي.

فاطمې چې، درې کاله وړاندې یې له ښوونځي د فراغت سند اخیستی، د خپلو ننګونو او ستونزو په تړاو یې طلوع‌نیوز ته وویل:«هر کال چې، تېرېږي موږ د دې په هیله یو چې پوهنتونونه دې د نجونو پر مخ پرانیستل شي او موږ خپل کتابونه مطالعه کوو. د هغې ورځې په هیله چې‌، وکړای شو پوهنتون کې د هلکانو په څېر ګډون وکړو.»

فاطمه له اسلامي امارته غواړي:«اسلامي امارت دې موږ ته هم اجازه راکړي؛ ځکه ښځې د ټولنې نیمه برخه ده او د ښځو حقونه باید تر پښو لاندې نه‌شي.»

بل پلو، د ښځو د حقونو ځينې فعالانې له اسلامي امارته په هېواد کې د ښځو د حقونو د خونديتوب غوښتنه کوي.

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ نه‌پوهېږو چې، اسلامي امارت له موږ څه غواړي او تر کله داسې وي. موږ د دې خوښونکي یو چې، هغوی د ښځو غوښتنو ته په ځانګړې توګه د ښوونې او زده‌کړو د حق په برخه کې پاملرنه وکړي. نن باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او د نجونو غوښتنې په پام کې ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، پرون (یکشنبې) د ازموینو د ملي کمېټې له لوري د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.

اتل خان رحیم‌زوی، سید حامد هاشمي او شفیع‌الله نظامي په خپل وار سره د کانکور ازموینې لومړي، دویم او درېیم مقامونه خپل کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه