Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اتونبایوا: ښځې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو نه بېلېدونکې برخه ده

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رزا اتونبایوا ویلي، ښځې د ټولو هغو فعالیتونو نه بېلېدونکې برخه ده چې یاد سازمان یې ترسره کوي.

اغلې اتونبایوا چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له لوري د «اسلامي مالياتو اوونۍ» جوړ شوي پروګرام کې خبرې کولې ویلي، دوی په مالي او اقتصادي برخو کې د ښځو د ماناداره ګډون ودې لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو دې پروګرام د یوناما مشرې په حواله لیکلي: «اسلامي مالیات په افغانستان کې د ودې لپاره یوه اړینه برخه ده ځکه افغانستان پرېکړه کړې چې په خپل مالي او اقتصادي چارچوکاټ کې له اسلامي مالیاتو ګټه واخلي. اسلامي مالیات د اخلاقو او عدالت په کړنو کې ریښې لري.»

د اسلامي مالیاتو اوونۍ تېره ورځ (زمري اوله) کابل کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له لوري پیل شوې چې پکې د ملګرو ملتونو نورو ادارو، نړۍوالو بنسټونو، سفارتخونو او د هېواد خصوصي سکټور استازو ګډون کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، دوی په ۲۰۲۴ کال کې «مالیاتو ته د افغانستان لاسرسي» په نوم پروژه پیل کړې چې موخې یې د اسلامي بانکولۍ ملاتړ او مالیاتو ته د ښځو لاسرسی یادې شوي دي.

دا پروژه داسې مهال پیلیږي چې افغانستان لا هم له بانکي بندیزونو او د پانګو له کنګل سره مخ دی چې باور کیږي هېواد کې یې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو مخه ډب کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه