د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن (سېشنبې) د کار ملي کنفرانس کې، له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د نړۍ پر نههمکارۍ نیوکه کړې ده.
ښاغلی متقي له نړۍ غواړي چې، په افغانستان کې د کار رامنځته کېدو په برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي:«نړۍوال له موږ پوښتنې کوي او فرمایشونه هم راکوي، نشهيي توکي څنګه شول او څنګه به بندل شي، امنیت څنګه راشي، د ډلو ټپلو د افغانستان د خاورې د غلط استعمال مخه څنګه ونیولی شي، تقاضاوې دغه دي، همکاري یې صفر ده. زموږ هیله دا ده چې، نړۍوال په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.»
ښاغلی متقي زیاتوي چې، د اسلامي امارت تګلاره د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو او تګ راتګ د رامنځته کېدل دي او اسلامي امارت غواړي چې، نورو هېوادونو ته په قانوني توګه کارګر ولېږي.
امیر خان متقي وویل:«د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره راشه درشه ولري، د افغانستان د کارګرو لپاره فرصتونه برابر شي او نورو هېوادونو کې ورته د کار زمینه برابره شي او په تضمیني توګه دا کسان ولاړ شي.»
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دې کنفرانس کې وایي چې، اسلامي امارت په افغانستان کې د مسوول حکومت په توګه د خلکو د ټولو ستونزو حل ته ژمن دی.
مولوی عبدالکبیر دغهراز د اسلامي امارت پر چارواکو او د افغانستان پر خلکو د نړۍ د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګندوي:«د نړۍ پر هېوادونو هم غږ کوم چې، د افغانستان په مظلوم ولس د اسلامي امارت پر مشرانو باندې بېقانونه او ناعادلانه بندیزونه پای ته ورسوي. او اسلامي امارت هم د نړۍوالې ټولنې د فعال غړي په توګه د همکارۍ ډاډمن لاس ورکړي.»
د کار ملي کنفرانس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د دوو ورځو لپاره له بېکارۍ او بېوزلۍ سره د مبارزې په موخه جوړ شوی دی.