Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان پوځ: د سپین بولدک پر دروازې مسافر باید پاسپورټ او ویزه ولري

د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د ریاست عمومي مدیر احمد شریف چودري ویلي چې، مسافر دې، سپین بولدک - د چمن په دروازه کې باید پاسپورټ او ویزه ولري.

د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د ریاست عمومي مدیر زیاته کړې چې، افغانان خپلو نورو ګاونډیو هېوادونو ته د تګ راتګ لپاره ویزې او پاسپورټ ته اړتیا لري نو دا بهیر باید له پاکستان سره هم اجرا کړي.

نوموړی ادعا کوي چې، له افغانستانه پاکستان ته نشه‌يي توکي او نور نا قانوني توکي لېږدول کېږي.

احمد شریف چودري ویلي:«دوی له پاکستان پرته نورو هېوادونو ته د تګ لپاره ویزه او پاسپورټ لري، نو ولې پاکستان ته راتلل یو شان نه‌دي؛ ولې باید یوازې د خپل کارټ په ښودلو سره دلته راشي. ډېری نشه‌يي توکي او ناقانونه توکي له افغانستانه راځي.»

بل لور ته امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې، د سپین بولدک - چمن پر بندر د پاکستان محدودیتونو د زرګونه کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي:«قبایل شکایت کوي چې، دې محدودیتونو د دوی معیشت هم له منځه وړی او که همداسې پاتې شي، د تل لپاره به د ټولنو جوړښت بدل کړي.»

بل لور ته د سپین بولدک - چمن په بندر کې ځينې مسافر وایي چې، دا لار د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

مسافر هاشم وايي:«لار د هغو کسانو پر مخ تړلې ده چې، تذکره لري، ځينې کسان چې شناخت کارټ یې درلود هغوی ته یې اجازه ورکوي چې ولاړ شي؛ خو هغه کسان چې تذکره لري هغوی ته هېڅ اجازه نه‌ورکوي.»

بل مسافر حزب‌الله هم وویل:«موږ ته یې اجازه را نه‌کړه ویل یې چې، لار بنده ده.» 

د سپین بولدک د اطلاعاتو امر هم په دغه بندر کې د تګ راتګ په اړه شایعات رد کړل او له خلکو یې غوښتل چې، دلته سفر ونه کړي.

د سپین بولدک د اطلاعاتو امر علي محمد حقمل څرګنده کړه:«موږ له هېوادوالو غواړو چې، ځانونه په تکلیف نه‌کړي لاره نه‌ه خلاصه شوې.»

دا په داسې حال کې ده چې، په چمن کې له ولسي لاریون لسو میاشتو وروسته، بالاخره پاکستان د یکشنبې په ورځ د دغه پرلت مشران له زندانه خوشې او په دې بندر کې لګول شوي محدودیتونه یې لرې کړل؛ خو د دوشنبې په ورځ یې یوځل بیا د نامعلوم دلیل له امله د سپین بولدک - چمن لار وتړله.

شریک یي کړئ