Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کابله د اصف دراني غوښتنه: ا.ا دې د ټي ټي پي پر وړاندې ګامونه پورته کړي

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی له اسلامي امارته غواړي څو د ټي ټي پي په وړاندې رغنده ګامونه پورته کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اصف علي دراني د پاکستان د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ په غونډه کې ادعا کړې، چې ترهګري له افغانستانه سرچینه اخلي او دا مسأله د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادونو لپاره اندېښمنوونکې ده.

د اصف علي درني په خبره، اسلام اباد په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي: «هغه ترهګري چې له فغانستانه سرچینه اخلي، نه یوازې د پاکستان بلکې د نورو ګاونډیو هېوادونو لکه چین، ایران، تاجیکستان او ازبیکستان لپاره هم اندېښمنوونکې ده.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او پاکستاني چارواکي یې باید په افغانستان پورې ونه تړي.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر و ویل: « پاکستان خپله د ترهګرۍ ځاله ده او ترهګري هلته شته ده، اوس هم هلته ترهګري روزل کیږي او د چین، افغانستان، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو پر وړاندې تربیه کیږي.»

خو اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د نړۍ د ټولو هېوادونو پر وړاندې خوندي ده.

د اسلامي امارت ویاند، حمید الله فطرت و ویل: « افغانستان اوس مهال امن دی او له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نشته. او دغه راز افغانستان کې هیڅ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي.»

اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په وار وار ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به د نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه