د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې لس تنه مخکښ زده کړیالان وستایل.
د ازموینو د ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې، هېواد کې د لوړو زده کړو پر معیاري کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د هېواد د پوهنې او لوړو زده کړو سکټورونه له جدي ننګونو سره مخ دي.
عبدالباقي حقاني وایي، لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د تحصیلي بورسونو په ورکولو سره زموږ کدرونه تر خپل اغېز لاندې راولي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه: « اوسنۍ ۴۵ کلنه بدبختیي هغو کدونو رامنځته کړې چې د بهرنیو په وسیله د افغاستان او اسلام پر وړاندې تربیه کړي وو.»
اخوا د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دغه پروګرام کې د ازموینو پر معیاري کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، اسلامي امارت په هېواد کې د عصري علومو پراختیا ته ژمن دی.
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال، صبغت الله وصیل و ویل: « شیخ صېب پر دې موضوع هم ټینګار وکړ چې د دیني علومو تر څنګ عصري علوم هم اړتیا ده.»
د چارو ادارې مرستیال، سیف الدین تایب هم و ویل: « هغه زده کوونکي چې تعلیمي او تحصیلي ادارو ته لاره پیداکوي، خپل وخت دې نه ضایع کوي او له استعداده دې ستره ګټه واخلي چې الله تعالی ورکړی دی.»
يو شمېر ديني عالمان او نور مسوولان هم وايي، د پوهنتونونو او ديني مدرسو ترمنځ واټن بايد له منځه يوړل شي. دوی په هېواد کې د عصري او ديني علومو پر زده کړې او ښه والي ټينګار کوي.
دیني عالم، عبدالرحمن مصلح په دې اړه څرګنده کړه: « تاسو کولای شئ چې هم له الهي نظامه او هم له اوسني نظامه کار واخلئ، دا د الله ج فضل او کرم ده چې تاسو ته یې علم او پرمختګ درکړی دی او دا هیڅ کله هم له یاده ونه باسئ.»
په دغه پروګرام کې د ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۳ کال د کانکور لس غوره ګډونوال چې تر ټولو لوړې نومرې یې اخیستې دي، وستایل شول.
په دې اړه مو اندونه