په کابل کې د ناروې سفارت چارسمبالي، پال کلومن بکن د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د دوحې درېیمه غونډه یو مثبت ګام وباله او د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره یې د ورته نورو غونډو پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې امیر خان متقي په دغه کتنه کې د اوسلو او کابل اړیکې هم مهمې ګڼلې دي.
د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري بیا وايي: زما په اند دغه کتنه چې د بهرنیو چارو وزارت او د ناروې د سفیر ترمنځ شوې ډيره مهمه ده، ځکه ناروې داسې یو هېواد دی چې د اسلامي امارت د مخالفینو څو غونډې یې د سولې او مطالعاتو په انسټیټوټ کې ترسره کړې دي. که د هغوی نظر د اسلامي امارت په اړه مثبت شي او دلته هرڅه له نږدې و ویني، دا به غوره وي.
بل لور ته د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان له اروپايي هېوادونو او سېمې سره د سرپرست حکومت د اړیکو د پراختیا لپاره د هېوادونو له سفیرانو سره د اسلامي امارت د چارواکو دغه لیدنې کتنې مهمې ګڼي.
دوی دغه راز وایي چې اسلامي امارت باید په نورو هېوادونو کې هم د سفارتونو د پرانیستې په برخه کې پروګرامونه جوړ کړي.
د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی هم په دې اړه وايي: اسلامي امارت تل هڅه کړې چې خپلې بهرنۍ اړیکې پراخې کړي. د بیلابیلو هېوادونو په ځانګړې توګه د اروپايي هېوادونو سفیران او استازي چې راځي، او کتنه کوي دا ځکه مهمې دي چې ختیځ خو ورسره په اړیکه کې دی چې لویدیځ هم ورسره په اړیکه کې شي.
د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر و ویل: اسلامي امارت باید نړۍوالې ټولنې سره ځينې ژمنې وکړي. خپلو وعدو ته ژمن پاتې شي. څو نړۍوال پر موږ باور وکړي او دلته سفارتونه پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت تل له نړیوالې ټولنې سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې له سرپرست حکومت سره د هېوادونو تعامل کولای شي سیمه او نړۍ د ټیکاو او امنیت لور ته بوځي.