د یوناما پخواني مشر او د ساساکاوا د سولې بنسټ مشر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له اسلامي امارته غوښتي چې، د دوه اړخیزو همکاریو په موخه یو پلاوی جاپان ته واستوي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو او د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو سره خبرې کړې دي.
ضیا احمد تکل زیاتوي چې په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه مثبته ګڼلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي:«له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر هر اړخیزه همکارۍ ټينګار وکړ او د دوه اړخیزو همکاریو په پار یې، د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ته د جاپان هېواد ته د سفر رسمي بلنه ورکړه.»
بل خوا، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له پخواني مشر او په افغانستان کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې له افغانانو سره د جاپان له همکاریو مننه کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس ځاځی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې ته جاپان په صادقانه ډول وغواړي دلته په روغتیايي برخه کې، ترڅنګ په ښوونیزې، برخه کې هم ګڼ شمېر لاستهراوړنې لرلی شي، یا ګڼ شمېر مرستې او همکاري کولای شي. زما په اند دوی حتا د دې وس او توان هم لري چې، د افغانستان دولتي یا شخصي تحصیلي بنسټونه تمویل کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ هم څرګندوي:«داسې ناستې د اسلامي امارت لپاره یو فرصت دی چې، وکولای شي هغه ناخوالې هغه ستونزې چې، د نړۍوالو او اسلامي امارت ترمنځ دي، د جاپان یا د نورو هېوادونو په وسیله یې هوارې کړي.»
د جاپان سفارت تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د بدیل کښت په برخه کې د لس مېلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه