Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د اسماعیل هنیه شهادت د اسلامي امت لپاره ستره ضایعه ده

د حماس د سیاسي دفتر د رییس اسماعیل هنیه د ترور خبر له خپرېدو وروسته، اسلامي امارت هم د هغه وژل کېدل په کلکه غندلي او له نړۍ څخه یې غوښتي چې، د اسراییل د جنایتونو د درېدو لپاره ګام پورته کړي.

اسلامي امارت د حماس د سیاسي دفتر د رییس وژنه د اسلامي امت لپاره ستره ضایعه ګڼلې ده.

اسلامي امارت ټینګار کړی چې، د اسلامي او عربي نړۍ اغېزناکې خواوې باید په سیمه کې د تېري او وحشت د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي.

د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین له سپېڅلې خاورې د حماس اسلامي غورځنګ دفاع، اسلامي او انساني وجیبه ګڼي او د یرغلګر صهیونیستي رژیم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنایت یې بولي، د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.»

حماس هم په یوې بیانیه کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل تایید کړي دي.

په بیانیه کې راغلي:«د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس زموږ د ګران هېواد فلسطین، د عربي او اسلامي ملت او د نړۍ د ټولو ازادو خلکو د بچیانو د ویر پر ټغر ناست دی. د دغه غورځنګ شهيد مشر ورور مجاهد اسماعيل هنيه د ايران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته په تهران کې د هغه پر استوګنځي د اسرایيلو په خاینانه یرغل کې ووژل شو.»
 
د اسماعیل هنیه اینګور اناس هنیه هم په یوې ویډيو کې ویلي:«موږ د خپل خسر، زما پلار، زما د سر تاج او زما د سترګو روښانتیا ابوالعبد هنیفه ماتم کوو، که څه هم هغه د مجاهدینو، صادقانو او اولادونو په کاروان او د دې پاکو وینو په راټولېدو سره یوځای شو. اتل شهید او ستر قومندانه، موږ د خدای د رضا لپاره خبرې نه‌کوو؛ خو ستا په جدایي کې زموږ سترګې ژاړي او زړونه مو غمجن دي.»

بلخوا، د فلسطین، د ایران د بهرنیو چارو وزارت، ترکیې، روسیې، چین، یمن، لبنان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو د اسماعیل هنیه وژنه غندلې او هغه یې د نه‌منلو وړ یو سیاسي جنایت بللی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي:«موږ په کلکه د ترور له دغه اقدام سره مخالف یو او غندو یې. موږ په ژوره توګه اندېښمن یو چې، دا پیښه کېدای شي په سیمه کې کړکېچ او ترینګلتیا زیاته کړي. چین تل د خبرو او مذاکراتو له لارې د سیمه‌ییزو شخړو د حل ملاتړ کړی دی.»

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټېن هم څرګنده کړې:«زه په دې تړاو ستاسو لپاره څه نه‌لرم. موږ یقیناً راپور اورېدلی؛ خو زه د وړاندې کولو لپاره نور معلومات نه‌لرم.»

د حماس د سیاسي دفتر پر رییس اسماعیل هنیه تر هغه وروسته برید وشو چې نوموړي تېره ورځ (سې‌شنبې) د ایران د نهم ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د دغه هېواد پلازمېنې ته تللی و.

د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه نن (چهار شنبې)  ګهیځ مهال په تهران کې د نوموړي پر استوګنځي د یوه توغندي د لګېدو له امله ووژل شول. د ایران د رسنیو د راپور له مخې په دې برید کې د اسماعیل هنیه یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

بلخوا، د فلسطین، د ایران د بهرنیو چارو وزارت، ترکیې، روسیې، چین، یمن، لبنان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو د اسماعیل هنیه وژنه غندلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه