یو شمېر متقاعدین یوځل بیا له اسلامي امارته د خپل تقاعد حقوق غواړي.
ځینې دغه متقاعدین چې د دولت د خزاینو عمومي ریاست تر څېرمه راټول شوي، وایي دا مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
متقاعد، عبدالحکیم و ویل: « زما خېټه دې مړه اوسي، زما د تقاعد حق دې راکړل شي او زما د ملګرو هم. کله چې زما ملګري وږي وي، زه نو څه و وایم.»
یو بل متقاعد، زبیر هم طلوعنیوز ته و ویل:« حیران یو، د تېښتې لار نه لرو او د تللو توان هم نه لرو. دغه خاوره کې له سهاره تر ماښامه د تقاعد ریاست تر څېرمه راځو او ناست یو. زما د ماشومانو وږي نسونه په دې تمه وي چې پلار به مې راشي او یوه ډوډۍ به راوړي.»
ځینې نور متقاعدین بیا وایي، سرپرست حکومت ورته بیا بیا ژمنې ورکړي خو په خبره یې، د دوی د تقاعد حقوق نه دي پرې شوي.
متقاعد، حبیب الله و ویل: « دا درې کاله کیږي چې لس ورځې، شل ورځې ژمنې راکوي چې اختر راغی وای، وروسته له اختره. روژه راغله هم رایی نکړل. نو اړ شوو چې مالیې وزارت او چارو ادارې ته لاړ شو.»
متقاعده، ظریفه د طلوعنیوز خبریال ته وایي: « موږ خپل حق غواړو، خپله تقاعدي غواړو. همدا اوس موږ کور کې یوه مړۍ ډوډۍ نه لرو.»
که څه هم اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ویلي و چې د ۱۴۰۳ کال په بودیجه کې هڅه شوې څو د ټولو هغو قشرونو اړتیاوې په پام کې ونیول شي چې په بودیجه کې حق لري.
په دې اړه مو اندونه