Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالي وايي، په روان کال کې به د هېوادوالو په تګ راتګ کې د اسانتیاو په موخه په پلازمېنه کې ۸ هوايي پلونه جوړ کړي.

د کابل ښاروالۍ استازی زیاتوي، پر دغو پلونو چې، د کابل په بېلابېلو سیمو کې به جوړ شي، شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي:«ان شاالله اته پلونه لرو چې خلک پرې باید واوړي را واوړي. پر دغو پلونو شاوخوا څلویښت میلیونه افغانۍ لګښت راځي. دا به سږ کال بشپړ شي او دوه پلونه نور هم دي چې موټرې پرې تګ راتګ کوي هغه هم پلان کې دی څو د کابل ښار ګڼه ګوڼه راکمه شي، اوس د ډيزاین په پړاو کې دی. د ډيزاین پړاو بیا ډیر ګران تمامیږي ځکه ډېر لګښت غواړي.»

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د هوايي پلونو جوړول د ټرافیکي پېښو او ګڼې ګوڼې په کموالي کې اغېزناک بولي او غوښتنه کوي چې خلکو ته باید په دې برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړل شی.

د کابل اوسېدونکی، سید حبیب وايي: «هوايي پلونه چې جوړ شوي، د خلکو لپاره جوړ شوي، چې پرې واوړي. دا د سمبول لپاره نه دي، باید خلک ترې ګټه واخلي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی، مرتضی وايي: «د رسنیو له لارې باید تبلیغات وشي. ځکه ډیری خلک رسنۍ ګوري او باید د پلونو ترڅنګ له لوحو کار واخلي او نصب یې کړي.»

د کابل اوسېدونکي، ارشاد هم و ویل: «له دولت مو دا غوښتنه ده چې دا پلونه په کابل ښار کې زیات جوړ شي څو ټرافیکي ستونزې حل شي او د چلوونکو ستونزې کمې شي.»

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د کابل ښاروالي یو شمېر څلور لارې، شنې ساحې، کانالونه او هوايي پلونه جوړ کړي دي.

د کابل ښاروالۍ استازی زیاتوي، پر دغو پلونو چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې به جوړ شي، شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه