د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې له دوو لسیزو وروسته د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.
د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد وايي، د دغه ښوونځي د ودانۍ پر جوړولو څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګول شوي او دمګړۍ پکې شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي.
د فارياب د پوهنې رييس وويل: دغه ښوونځي ته د لابراتوار کمپيوټر او دفتري وسايلو مرسته وشوه او پر دې ښوونځي ١٦،٤ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى. د اوبو یوه څاه هم کیندل شوې ده. په دغه ښوونځي کې ۲۶۰ زده کوونکي په یوه دوره کې او تر ۵۰۰ ډېر زده کوونکي په دوو دورو کې زده کړې کوي.
د پشتون کوټ ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي وايي تر دې وړاندې د ښوونځي ودانۍ نشته والي له امله له جدي ستونزو سره مخ وو او ماشومان یې اړ وو چې د ګرمۍ او یخنۍ پرمهال د ښوونځي پورې شاوخوا درې کیلومتره پلی مزل وکړي.
دوی پخپله سیمه کې د ښوونځي جوړېدو ته خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې زده کوونکې ته لازیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالعزیز وايي:«دوی دوه یا درې کیلومټره په موټر او یا هم پلي تلل. دا اوږده لاره وه، کله به ګرمي وه او کله به ساړه وو. دوی ناروغه شول. موږ غوښتنه وکړه چې زموږ په کلي کې خپل ښوونځی جوړ کړئ.
د پښتونکوټ ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «پخوا دلته ښوونځی نه و. زموږ ماشومان نورو کلیو ته تلل او زده کړې یې کولې. دوی ډیر تکلیف وو. اوس چې دلته یو ښوونځی جوړ شوی، دوی راحته دي."
د فاریاب د پوهنې ریاست د معلوماتو پربنسټ په تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې د ۱۲ ښوونځیو د جوړولو کار پیل شوی دی او څلور نور ښوونځي هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه