Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي محمد یعقوب مجاهد: اسلامي امارت منظمه، خپلواکه او اسلامي اردو لري

مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، اوسني پوځ له اسلامي عقیدې او فکر سره عصري نظامي زده کړې کړي دي.

د دفاع وزارت سرپرست په اصلاحي غونډه کې چې د اسلامي اردو د څه باندې شپږ سوه مسوولینو لپاره د اسلامي امارت د مشر او د کابینې د ځينو غړو په ګډون جوړه شوې وه، ټینګار وکړ چې اسلامي امارت اوسمهال منظمه، ازاده او اسلامي اردو لري.

د دفاع وزارت سرپرست، محمد یعقوب مجاهد وايي: «اوس افغانستان یوه منظمه خپلواکه او اسلامي اردو لري چې پياده توپچي، زغروال او هوایي کمانډو ځواکونه لري. په قوي اسلامي عقیده او فکر روزل شوي. لوړه محاربوي روحیه او پیاوړې جنګي تجربه لري او د پرمختللې روزنې، عصري کولو او تجهیز لپاره یې کار روان دی.»

د نظامي چارو شنونکی، محمد متین محمد خیل وايي: له ټولو نویو وسلو او د هغوی د کارونې په برخه کې باید ښه بلد وي او نوي تکتیکونه او نوي تخنیکونه زده کړي. ددې ترڅنګ باید بشپړ تعلیم او تربیه ولري. دغه اردو بیا کولای شي چې له خلکو او هېواد دفاع وکړي.

بلخوا، د کورنیو چارو زارت سرپرست په دې غونډه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت چارواکي له فتحې د مخکې وخت په څېر د یوه امیر تر مشرۍ لاندې دي، او د واک لپاره یې مبارزه نه ده کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وايي: زموږ د بري یوه نښه همدا ده چې، موږ یووالی درلود او د یوه امیر تر اطلاعات لاندې مو خپله مبارزه مخ ته وړې ده.

بلخوا، د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رئیس وايي، په هېواد کې فزیکي او ګرمه جګړه پای ته رسېدلې، خو سړه او فکري جګړه لا هم روانه ده.

د استخباراتو عمومي رییس، عبدالحق وثیق ویلي: «فزیکي او ګرمه جګړه پای ته رسېدلې، خو سړه او فکري جګړه لا هم روانه ده او د دې جګړې اصلي موخه زموږ  مجاهدینو کې اختلاف ښودل دي.»

د سیاسي چارو شنونکي، سید ضیا حسیني څرګنده کړې: څومره چې په درنو وسلو، شدیده جګړه سخته او له ګواښ ډکه تمامیږي، اوس مهال هماغومره سړه جګړه په اوسني وخت کې خطرناکه ده او اغېز یې ډېر زیات دی. دا به مسلې نورې هم پیچلې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د هېواد له وسله والو ځواکونو غوښتي چې د هغو عواملو مخه ونیسي چې د خلکو د کرکې لامل کېږي.

 د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي ویلي و: «اردو د خلکو او حکومت ساتونکې ده او باید داسې محبوبیت پیدا کړي چې ټول خلک یې ترڅنګ وي، د اسلامي امارت اردو باید خپل محبوبیت زیات کړي، څو یې خلک تر څنګ ودرېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی زیاتوي: د خلکو ترمنځ د اردو محبوبیت د اردو د چلند پورې اړه لري. که موږ حکمي حقوقي قوانین ولرو، نو بیا اردو کولای شي چې هغه پلي کړي او له خلکو سره هماغه ډول چلند وکړي.

د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې د پنجشنبې پر ورځ جوړه شوې وه، حضور درلود او د اسلامي امارت له چارواکو یې وغوښتل چې له تفرقې او اختلافه ډډه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه