د پلازمېنې او بلخ ولایت ځينو اوسېدونکي او دیني عالمانو د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه د ترور په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړی دی.
ګډونوالو، د اسماعیل هنیه ترور غندی او د هغه وژنه یې د اسلامي هېوادونو لپاره یوه ستره ضایعه ګڼلې ده.
دیني عالم فضلالله نوري په دې هکله وايي:«د حماس د سیاسي دفتر د رییس اسماعیل هنیه ترور ډېر ناځوانمرانه و او د هر مسلمان زړه په خوږوي.»
بل دیني عالم محمد ذکر هم وویل:«الله تعالی دې یهود او نصارا به هلاک کړي او د فلسطین مجاهدینو ته به فتحه او بری په برخه کړې.»
ځينې نور ګډونوال زیاتوي چې، د اسلام دښمنان کمزروي شوي، نو ترور ته یې مخه کړې ده. د دوی په باور اسلامي نړۍ باید د اسراییلو د جنایتونو په اړه چوپه خوله پاتې نهشي.
د پوهنتون استاد سید روضتالله ادیب وايي:«نن دښمن ذلیل او کمزوری شوی، له همدې امله یې ترور ته مخه کړې ده.»
بلخوا، د اسلامي امارت رییسالوزرا هم په یوه پیغام کې د اسمایل هنیه ترور د ټولو نړۍوالو قوانینو پرخلاف بللی دی.
له دې سره هممهاله، د بلخ ځينو دیني عالمان، فرهنګي فعالان او ځوانان مزارشریف ښار کې د (قدس شهید) تر نامه لاندې یوه غونډه کې را ټول او د هغه ترور کېدل یې په کلکه وغندل.
د دې غونډې ګډونوال وایي، چې د اسماعیل هنیه وژل کېدو سره سره به، د غزې مظلومو ماشومانو او د عدالت او ازادۍ غوښتنې غږ چوپ نشي.
د مزارشریف کې د غونډې تنظیموونکی سید سکندر حسیني بامداد وايي:«د دا ډول شخصیت د لهمنځه وړلو سره، د فلسطین د ماشومانو د عدالت غوښتنې ارمان به هېڅکله هم هېر نهکړل شي.»
د دې غونډې ګډونوال اسراییل په غزه کې په ښکاره نسل وژنه تورنوي او د هغه هېواد له چارواکو غواړي چې، د غزې په تړانګه کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
شاعر او لیکوال صالح محمد خلیق په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د فلسطین او د غزې تړانکې د خلکو غم او درد، د ټولې اسلامي نړۍ غم او درد دی.»
دا په داسې حال کې ده چې، پر غزه تړانګه د اسراییلو له بریدونو وروسته ۳۹ زره او ۵۵۰ فلسطیني وګړي وژل شوي او نږدې ۱۰۰ زره نور ټپیان دي، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.