د ټرافیکو عمومي ریاست په نږدې راتلونکې کې په هېواد کې د موټر چلونې د برېښنايي جواز یا لایسنس د ورکړې بهیر له پیلېدو خبر ورکوي.
د دغې ادارې رييس له دغې چارې موخه له ناقانونه لایسنسونو مخنیوی او په ښارونو کې د ټرافیکي نظم رامنځته کېدل ګڼي.
حسيب الله مختار وایي، له دې کاره یې موخه د ناقانونه جوازونو د صادرېدو مخنیوی دى او زیاتوي چې په هېواد کې به د موټر چلونې برېښنايي جواز له نړيوالو معيارونو سره برابر وي.
د ټرافیکو عمومي رییس، حسیبالله مختار وايي: د الکټرونیکي پاسپورټ بهیر له ډېر پخوا راهیسې جریان لري، ذي ربطو ادارو سره زموږ په دې تړاو اړیکې وې، بالاخره په اقتصادي کمیسیون کې په رهبرۍ او تخنیکي برخه کې پرېکړه دا شوه چې د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست یا کورنیو چارو وزارت به د اقتصادي کمیسیون له لارې دغه بهیر پیلوي.
بل خوا، د پلازمېنې یو شمېر موټر چلوونکي او اوسېدونکي د موټر چلونې د برېښنایي جوازونو وېش د جرمونو په کمېدو او په هېواد کې د ناقانونه جوازونو د وېش په مخنیوي کې ګټور بولي.
د کابل اوسېدونکي، نذیر احمد وايي: «ډیر نېک اقدام دی. ځکه زه چې یې وینم په کابل ښار کې ۹۵ سلنې موټر چلوونکو په رشوت یانې پنځه زره افغانیو لایسنس اخیستی دی.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، افتخار وايي: «یوازې دا نه چې د جرمونو کچه راټيټوي، بلکې د ټرافیکو لپاره د ښاري نظم په برخه کې هم مرسته کوي.»
موټر چلوونکي، خلیل الله و ویل: «هغه سندونه چې مخکې ورکړ شوي دي، ډېری یې له ټرافیکو ریاست سره ثبت نه دي او جعلي دي. که الکټرونیکي شي ډېر به شي.»
د ټرافیکو د عمومي رياست مسوولان دغه راز ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې د ښاري نظم د رامنځته کېدو او د ټرافیکي پېښو د مخنيوي لپاره پلانونه په پام کې لري.
په دې اړه مو اندونه