Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د سفارتونو پرانیستل؛ له بهرنیو ډپيلوماتانو د مولوي عبدالکبیر غوښتنه

ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په قطر کې له ځينو ډیپلوماتانو سره په کتنه کې، په کابل کې د هغوی د سفارتونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې، په قطر کې د سیاسي مرستیال او بهرنیو ډپيلوماټانو ترمنځ په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو، امنیتي مسایلو او له افغانستان سره پر بشري مرستو هم خبرې اترې شوې دي.  

د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال د څرګندونو پر بنسټ په دغې کتنه کې، د برېټانیا، کاناډا، اېټالیا، فرانسې، سوېلي کوریا، اسټرالیا، جرمني او امریکا استازو حضور درلود.
                   
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:«دغه‌راز له دوی یې غوښتنه وکړه چې، دوی خپل سفارتونه او استازولۍ کابل ته را ولېږدوي او له هغه ځایه خپلې سفارتي چارې مخته یوسي.» 

د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي چې، په افغانستان کې د هېوادونو د سیاسي استازولیو د بېرته پرانیستل کېدو لپاره اړتیا ده چې، اسلامي امارت د نړۍ ځینې غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنوونکی محمد متین محمدخېل په دې هکله د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«اسلامي امارت مسوول دی چې کورنۍ ستونزې حل کړي چې، د نړۍ له هېوادونو سره تعامل او زموږ خلکو ته چې، په هر ځای کې کډوال دي، زده‌‌کړیالان دي سوداګر دي د اسانتیا زمینه برابره شي.»

 د سیاسي چارو شنوونکی فضل‌الرحمن اوریا څرګندوي:«لوېدیځ هېوادونه ټول سره راټولېږي له مولوي عبداکبیر صاحب سره یوه غونډه جوړوي دا په خپله د سولې د رامنځته کېدو یوه فضا ده.او دا د لوېدیځو هېوادونو له لوري په خپله یو مثبت ګام دی او دا په خپله په کابل کې د سفارتونو او استازولیو د پرانسیتو لپاره د ډپيلوماټانو او د سفارتونو د مسولانو له لوري یو مثبت ګام دی.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي و چې، اوس‌مهال په افغانستان کې د ۴۰ هېوادونو سیاسي استازولۍ فعالې دي او هڅه کېږي چې، د دغو استازولیو شمېر زیات شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه