ځینې کډوال چې، له پاکستانه په جبري توګه را ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي، طلوعنیوز ته یې ویلي چې، د اسلامي امارت له لوري تر اوسه ورته ځمکه نهده ورکړل شوې.
دغو هېوادوالو همدارنګه ویلي چې، هر څه یې په پاکستان کې پاتې دي، د مرستندویه بنسټونو جدي همکارۍ ته اړتیا لري.
له پاکستانه را ایستل شوی کډوال سلام الدین په دې هکله وايي:«کور نهلرم. دولت ژمنه کړې وه چې ځمکه ورکوو؛ خو تراوسه یې دا کار نهدی کړی او موږ هم د خلکو په کور کې ژوند کوو.»
له پاکستانه بل را ایستل شوی کډوال ازاد خان هم وویل:«موږ د جوزجان ولایت ته راغلو. له موږ سره مرسته وشوه؛ خو لږه. زموږ لومړنۍ ستونزه د سرپناه ده، کله چې، موږ راغلو هوا سړه وه او موږ ژمی په خېمه کې تېر کړ.»
دغه کورنۍ هم چې تازه له پاکستانه هېواد ته راستنه شوې وايي چې، په پاکستان کې ژوند ورته سخت شوی و. دا کورنۍ هم له سرپرست حکومته غواړي چې، پر نورو مرستو سربېره سرپناه هم ورکړي.
هېواد ته تازه راستون شوی ظریف خان څرګندوي:«کابو ۴۵ کاله مو په پاکستان کې تېر کړل، له ډېرو ستونزو سره مخ وو او زموږ کور کرايي وو. اوس چې، افغانستان ته راغلي یو، نه ځمکه لرو او نه هم ځای، له حکومته غواړو زموږ دغه ستونزه حل کړي.»
بلخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو او کور او ښار جوړونې وزارتونه وايي چې، په نږدې ۳۰ ولایتونو کې د تازه راستنو شویو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره ښارګوټي چمتو شوي؛ خو کار یې تر اوسه نهدی بشپړ شوی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې هکله وویل:«دمګړۍ په ښارګوټو کې تصیفه راونه ده او هلته ځينې انکشافي کارونه شوي او لومړنۍ اسانتیاوې لکه کلینیکونه او ښوونځي جوړ شوي او ترڅنګ یې د امیرالمومنین حکم ته په تمه یو، هر کله چې، حکم صادر شي د ځمکې وېش به هم پیل شي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وايي چې، ډېری ځمکې او ښارګوټي چې، ټاکل شوې کډوالو ته ورکړل شي، د زورواکو لخوا غصب شوي او دوی هڅه کوي چې، غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي.
په دې اړه مو اندونه