Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ۳ نویو څانګو له پرانیستې سره د پاسپورټونو د ورکړې بهیر چټک شوی

د پاسپورت ریاست وايي، د پاسپورټونو د ویش د درېیو مرکزونو له جوړیدو وروسته، د پاسپورټ د ویش لړۍ چټکه شوې ده.

د دغه ریاست د ویاند، نورالله پتمن په وینا، اوس مهال هېوادوال کولای شي د یوې اونۍ په ترڅ کې خپل پاسيورټ ترلاسه کړي.

د پاسپورټ ریاست ویاند، نورالله پتمن و ویل: په پلازمېنه کابل کې د درېیو نویو څانګو له پرانیستل کېدو سره د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه شوې ده. موږ هره ورځ په ټول هېواد کې د دولس زرو په شاوخوا کې پاسپورټونه ویشو چې په تېره یوه اونۍ کې پر هېوادوالو کابو ۷۰ یا ۷۵ زره پاسپورټونه ویشل شوي دي. د هېوادوالو په غوښتنه مو دغه څانګې پرانیستې دي.

په پلازمېنه کې د پاسپورټ د وېش د درېیو نورو مرکزونو له جوړېدو وروسته، اوس په دغو مرکزونو کې هره ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه وي او ګڼو خلکو ته پاسپورټ ورکول کیږي.
د پاسپورټ غوښتونکي د پاسپورټ د وېش له بهیره خوښ برېښي.

 د پاسپورټ غوښتونکی، معراج وايي: یوه اونۍ مخکې مې غوښتنلیک ورکړی و او نن مې بایومتریک وشو، دا ډېره ښه شوه چې په کابل کې په درې زونونو کې استازولۍ پرانیستل شوې.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د پاسپورټ د وېش بهیر په دایمي توګه همداسې وساتي.

د پاسپورټ غوښتونکی، سید هاشم وايي: زموږ غوښتنه دا ده چې دغه بهیر همداسې دوام پیدا کړي. چې موږ خپل پاسپورټونه واخلو او خپلو کارونو ته ورسیږو.

د پاسپورټ یو بل غوښتونکی، عبدالودود هم وايي: یوه اونۍ کیږي چې نوملیکنه مې کړې وه. نن مو د بایومتریک نوبت را رسیدلی دی. د بانک پیسې مې هم تحویل کړي او ډېر مې انتظار هم و نه کړ.

د پاسپورټ د عمومي ریاست د شمېرو له مخې، په تېره یوه کال کې په ټول هېواد کې نږدې دوه میلیونه کسانو ته  پاسپورټونه ورکړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاسپورټ د وېش د درې مرکزونو له پرانیستل کېدو مخکې د هېوادوالو تل د پاسپورټ اخیستو بهیر له اوږدوالي  شکایت کاوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه