Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چین له ځانګړي استازي سره د ا.ا د سفیر کتنه او د اړیکو پر پراختیا ټینګار

 په چین کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي تېره ورځ د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د کابل او بي‌جینګ ترمنځ اړیکې مثبتې بللي او د هغه پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.

په چین کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په دغې کتنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو د پراختیا، له ګاونډیو سره د ښو اړیکو د رامنځته کېدو، د اقتصادي اتصال د پیاوړتیا او د کونسلي او سوداګریزو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.
    
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغې لیدنې په هکله طلوع‌نیوز ته ویلي:«په کتنه کې د چین او افغانستان سیاسي اړیکو پر لا پراختیا، د کاونډیو او سیمې له هېوادونو سره د متقابل تعامل له مخې، د حسنه اړیکو او د اقتصادي اتصال پر پیاوړتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ، پر سوداګریزو، ټرانزیټي، کونسلي او نورو مسایلو رغنده خبرې او د نظرونو ادلون بدلو وشو.» 

بل خوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي وایي چې، اسلامي امارت باید د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې انډول وساتي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر په دې هکه طلوع‌نیو ته وویل:«ننني شرایط د دې غوښتنه کوي، هر هېواد چې، غواړي له افغانانو سره نېکې اړیکې ولري، د افغانستان اسلامي امارت اړ دی چې، له هغوی سره اړیکې ټينګې کړي؛ خو په ټولو اړیکو کې انډول په پام کې ونیسي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمنکی هم وايي:«که‌چېرې موږ تعامل په پام کې ونیسو، او د ختیځ په لور ولاړ شو او لوېدیځ په لور ولاړ نه‌شو، شونې ده چې، د ۸۰ لسیزې سناریو تکرار شي چې، په هغه صورت کې به، موږ افغانان له حده زیاد زیان وکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د چین له سفیر سره په کتنه کې له بي‌جینګه غوښتي و چې، په نړۍوالو ستیژونو کې د اسلامي امارت د دریځ ملاتړ وکړي.
 
د سیاسي چارو ځیني شنونکي وایي چې، اسلامي امارت باید د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې انډول وساتي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه