Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت له ایرانه افغاستان ته د افغان بندیانو د لېږد غوښتنه کوي

اسلامي امارت له تهرانه غوښتي هغه افغانان چې، په بېلابېلو جرمونو د دغه هېواد په بندخونو کې دي، کابل ته وسپارل شي چې، د افغانستان د قوانینو پر بنسټ سزا ورکړل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایران کې د بندي افغانانو په تړاو ویلي چې، تراوسه له ایرانه ۴ زره افغان بندیان افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال طلوع‌نیوز ته وویل:«په ایران کې افغان بندیانو ته د اعدام او نورو سزاګانو اورولو خبرونه اوروو. په دې اړه زموږ غوښتنه دا ده چې، له افغان بندیانو سره احتیاط وشي او د افغانستان د عدلیې او قضايي اورګانونو سره په ګډه همغږۍ دغه بندیان هم افغانستان ته را ولېږدول شوي چې، د افغانستان د قوانینو له مخې هغوی خپله سزا وویني.»

ښاغلي فطرت د ځينو هغو افغان بندیانو په تړاو چې، له دې مخکې افغانستان ته رالېږدول شوي دي وویل:«په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی، تر دې مهاله شاوخوا ۴ زره افغان بندیان افغانستان ته را انتقال شوي او د نورو بندیانو د رالېږد لپاره هم هلې ځلې روانې دي.»

تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې، اوس‌مهال شاوخوا اووه زره افغان کډوال د ایران په زندانونو کې بندیان دي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی طلوع‌نیوز ته وايي:«اوس یې وخت دی چې، اسلامي امارت باید د خپلو ټولو اتباعو چې، په ایران، پاکستان یونان، ترکیه کې دي او که د نړۍ په هره څنډه کې دي باید پوښتنه یې وکړي، د هغوی د حق او حقونو پوښتنه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ هم څرګندوي:«که ایران هم په دې برخه کې له افغانانو سره، د افغانستان له کډوالو سره ډېر زیات ظلم کوي، که‌چېرې ډپيلوماټيکو لارو څخه دغه معضله دغه ستونزه حل شي، زما په اند دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې، د دوی په سوداګرۍ کې مثبت اغېز کولای شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو اوو میاشتو کې په ایران کې د ۲۰ افغانانو په ګډون ۳۰۰ کسان اعدام شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه