افغانستان بانک له سوداګریزو بانکو د پېسو ایستلو اندازه دوه برابره کړه.
د افغانستان بانک سرپرست، نور محمد اغا وایي، انفرادي بانکي حساب لرونکي کولی شي په اوونۍ کې د اویا زره افغانیو پر ځای اوس یو سلو پنځوس زره افغانۍ او میاشت کې هم ۵۰۰ زره افغانۍ واخلي.
د افغانستان بانک سرپرست، نور محمد اغا و ویل: « د محدودیتونو دا کچه په پیل کې ۴۰۰ ډالر ټاکل شوې وه، د وخت په تېرېدو په تدریجي ډول ۶ سوه ډالر او بیا ۱۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوه.»
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د مرکزي بانک د دغې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، د پیسو ایستلو برخه کې لګېدلی محدودیت باید په بشپړه توګه لېرې شي.
د کابل اوسېدونکي، ثناءالله احمدزی وایي: « لومړیو کې له بانکونو د پیسو ایستل له ستونزو سره مخ و، هر څومره چې دغه محدودیتونه کمیږي، د خلکو لپاره ښه دي.»
د کابل یو بل اوسېدونکي، عدالت عبدالرحیمزي هم و ویل: « د اقتصادي مسایلو او سوداګریزو کړنو په برخه کې د محدودیتونو کمول ډېر ښه کار دی.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د بانکوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د بانکي خدمتونو د اسانتیاو برابرېدل مهم ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکي، سیر قریشي په دې اړه و ویل: « د مرکزي بانک له لوري د خصوصي او دولتي بانکونو د پېرودونکو لپاره د محدودیتونو لمنځه وړل یو مثبت ګام دی او کولای شي د خلکو باور زیات کړي.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، امریکا او اروپایي هېوادونو د افغانستان له ۹ میلیارده ډالرو ډېرې شتمنۍ کنګل کړې چې د افغانستان بانکونه یې د پیسو له کمښت سره مخ کړي دي.
په دې اړه مو اندونه