د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسولین وايي، روان هجري لمریز کال کې د افغانستان نفوسو ۳۵ اعشاریه ۷ میلیونه اټکل شوی دی.
د دغې ادارې د شمېر پر بنسټ د افغانستان د نفوس ۱۸ اعشاریه ۲ میلیونه یې نارینه او ۱۷ اعشاریه ۵ میلیونه یې ښځې دي.
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د معاونیت سرپرست، عصمت الله حکیمي و ویل: « هر کال نفوس شمېرل کیږي. هغه نفوس چې ۳۵ اعشاریه اووه میلیونه تنه وړاندې شوی دی، دا د ۱۴۰۳ کال نفوس دی.»
د احصایې او مالوماتو د ملي ادارې سرپرست بیا وایي چې دغې ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته ۷ اعشاریه ۸ میلیونه کسانو ته برښنايي تذکرې وېشلې دي.
فقیر محمد زیار وایي دغې ادارې ۱۴۰۲ لمریزکال کې ۲ میلیارده او ۵۱۲ میلیونه او ۸۵۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړې دي.
نوموړي زیاته کړه: « د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې څه د پاسه ۷ اعشاریه ۸ میلیونه برښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.»
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو په ۱۹ ولایتونو کې د ۲۷ نویو ولسوالیو جوړولو په ګډون د ولسوالیو د سرحدونو او نقشې جوړل، په هېواد کې د ژورو څاګانو د شمېر او همداراز د للمي او اوبه ییزو ځمکو د کره شمېر راټولول د دغې ادارې نورې لاسته راوړنې یادې کړې.
د احصایي او معلوماتو ملي ادارې جغرافیایي مسوول، عبدالمتین سالک په دې اړه و ویل: « ۱۴۰۳ کال کې ټوله کرنیزه ځمکه ۳ میلیونه هکټارو ته رسیږي چې ۲ اعشاریه ۱ میلیونه هکټاره یې اوبیزه او ۹۱۷ زره هکټاره للمي ده.»
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د مالوماتو لمخې، ۱۴۰۲ هجري- لمریز کال کې د افغانستان د داخلي ناخالصو تولیداتو کچه ۱۵ اعشاریه ۷ میلیارده ډالره وه چې د ۱۴۰۱ کال پر تله ۲ اعشاریه ۷ سلنې زیاتوالی ښیي.
په دې اړه مو اندونه