Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونیسف: افغانستان کې څه باندې ۲۸ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی وایي، تېرو اوو میاشتو کې څه د پاسه ۲۸ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي چې له څه باندې لس زره یې تر شپږو میاشتو کم عمره ماشومان دي. 

د یونسف استازي، محمد امین امین د مور په شیدو د تغذیې نړۍوالې اوونۍ پایته رسېدو په مناسبت غونډې ته ویلي: « شاوخوا ۲۸ زره او ۸۲۸ ماشومان بستر شوي چې له دې ډلې ۱۰ زره او ۲۴۰ تنه یې له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي چې ۳۶ سلنه کیږي.»

اخوا بیا د خوړو د نړۍوالو پروګرام استازی وایي، که د مور په شیدو د ماشومانو د تغذیې ملاتړ ونشي، هر کال به د افغانستان اقتصاد ته ۱۷۰ میلیونه ډالره زیان ورسیږي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام استازي، مونا شیخ و ویل: « که د مور په شېدو د ماشومانو د تغذیې ملاتړ ونشي، افغانستان ته به یې زیان نږدې اویا میلیون ډالره وي چې ۲,۸۸ سلنه ملي عواید کیږي.»

ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت مسوولین د مور په شېدو د ماشومانو تغذیه ګټوره ګڼي او له سواګرو او خصوصي سکټوره غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، عبدالولي حقاني و ویل: « نن موږ په دې موخه دلته راټول شوي یو تر څو د مور په شیدو د تغذیې پر وړاندې، هغه شرکتونه چې پوډري او سوداګریزو شیدو ته وده ورکوي، کنټرول کړو.»
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل و ویل: « له ټولو سوداګرو، صنعتکارانو، روغتیایي خصوصي سکټور  او له غږیزو او تصویري رسنیو غواړو چې د مور په شیدو د تغذیې پراختیا برخهکې خپل مسوولیت ترسره کړي او له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.»

د یونیسف د شمېرو لمخې، ۲۰۲۲ کال کې ۶۶ سلنه زېږونونه د هېواد په روغتونونو کې شوي، چې ۲۰ سلنه ماشومان د ژوند په لومړیو ساعتونو کې د مور په شېدو سره نه دي تغذیه شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه