د ملګرو ملتونو متخصصینو پر اسټرالیا غږ کړی چې د بشري حقونو نړۍوالو قوانینو سره سم افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو له لوري له محکمې پرته د وژل شویو او شکنجه شویو په ګډون د شویو جنګي جرمونو قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي.
دغو متخصصینو تېره زېږیزه میاشت کې د اسټرالیا له لوري افغان قربانیانو کورنیو ته د غرامت د ورکړې د مقرراتو څرګندولو ته په اشارې ویلي، اسټرالیا دغه غرامت ته د قربانیانو د حق په سترګه نه بلکې د مرستې په سترګه ګوري.
د ملګرو ملتونو متخصصینو ویلي: « دغه پلان د غرامت ورکړی ته لاره نه هواروي. د بشري حقونو سره سم د غرامت د ورکړې د اندازې او څرنګوالي هیڅ ښکاره معیار نشته.»
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا له لوري په دغه خپره شوې خبرپاڼه کې متخصصینو دغه راز ویلي، اسټرالیا باید د نړۍوالو قوانینو لمخې، د غرامت سربېره د قربانیانو د کورنیو غړو ته روغتیایي، رواني او ښوونیزو خدماتو زمینه هم برابره کړي.
که څه هم اسټرالیا څلور کاله وړاندې د غرامت له ورکړې سره هوکړه کړې خو دا چې له جرمونو شاوخوا ۱۲ کلونه تېریږي، دغو متخصصینو د غرامت د ورکړې پر ورو بهیر نیوکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو متخصصینو اندېښنه څرګنده کړی چې اسټرالیا له افغان کورنیو د بښنې نه غوښتلو سربېره دغه کورنیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د اسټرالیایي ځواکونو له لوري د جنګي جنایتونو په قضایي بهیر کې ګډون وکړي.
دوی ویلي، دا چې افغانستان کې دا مهال د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړه ننګونکې ده خو دغه برخه کې یې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړه ۲۰۲۰ زېږیز کال کې د اسټراليايي قاضي، پول بریټون له لوري په چمتو شوي راپور کې وړاندیز شوې وه چې افغانستان کې یې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ کلونو د ۳۹ بې ګناه افغانانو د وژنې په ګډون د اسټرالیایي ځواکونو جنګي جرمونه په ډاګه کړل.
په دې اړه مو اندونه