له یوه افغان تنکي ځوان سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلند په تړاو د یوې ویډیو خپرېدل ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
دغې مسألې ډېر غبرګونونه هم راپارولي دي.
د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني په دې تړاو لیکلي، له کډوالو سره ناوړه چلند او د افغان کډوالو د بشري حقونو نقض د منلو وړ نه دی.
د اسلامي امارت جګپوړی غړي، انس حقاني ویلي: «له کډوالو سره ناوړه چلند او د افغان کډوالو د بشري حقونو نقض د منلو وړ نه دی. هیله لرم چې دا ډول چلند ودرېږي او په تړاو یې پلټنه او ګروېږنه وشي.»
په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې خبرونه په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې څو نورې ویډیوګانې هم ښیي، چې له افغان کډوالو سره بد چلند کېږي.
په ایران کې ځينې افغان کډوال هم وایي، په وروستیو اونیو کې د ځینو ایراني وګړو او د دې هېواد د پولیسو لخوا ځورول شوي دي.
په ایران کې افغان کډوال، محمد اکبر سلطاني وايي: که پاسپورټ درسره که نه وي، که اسناد درسره وي که نه وي، چې د ایران مامورین دې ونیسي، وهي دې. تر هغې دې وهي څو چې نفس در پکې وي. بیا دې وړي پنډغالي ته او ډيپورټ کوي دې.
بل خوا، د ایران د پولیسو عمومي قوماندان ویلي، چې ناقانونه کډوال باید د کال تر پایه له دغه هېواده ووځي.
احمد رضا رادان زیاته کړې، چې د دغه هېواد پالیسي او پروګرامونه د ټولو ناقانونه وګړو پر بیرته ستنیدو ټینګار کوي.
د ایران د پولیسو عمومي قوماندان، احمد رضا رادان ویلي: «د ناقانونه کډوالو په تړاو هم، د دې ټکي په پام کې نیولو سره چې پالیسي او پروګرامونه د ټولو ناقانونه وګړو پر بیرته ستنېدو ټینګار کوي، دا خلک باید هېواد پرېږدي او د کال تر پایه خپل هېواد ته ستانه شي.»
د کډوالو د حقونو فعال، علي رضا کریمي په دې اړه وايي: له هغو بنسټونو چې د افغان کډوالو په برخه کې فعالیت کوي، غوښتنه مو ترې دا ده چې څومره ژر کېدای شي پر ملاتړو پلانونو لاس په کار شي. څو هغه کډوال چې له ایرانه ډیپورټ کیږي. هغوی له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د ټولنیزو رسنیو د ځینو کاروونکو او په نورو هېوادونو کې د افغانانو غبرګون هم راپارولی دی.
ځينو ویلي، له افغان کډوالو سره دا چلند غیر انساني او د اسلامي ارزښتونو خلاف دی.
په دې اړه مو اندونه