امریکا یو وار بیا په افغانستان کې د خپلو درې بندي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د دغو درې وګړو راخوشې کول د واشنګټن له لومړیتوبونو دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر ویلي:«موږ د هغو امریکايي وګړو په اړه جدي اندېښنه لرو، چې په بېګناه ډول په افغانسان کې بندي شوي، موږ چې له طالبانو سره هر چېرته خبرې کړي؛ نو د دوی د راخوشې کېدو خبره مو لومړی کړې. کورنیو ته د دغو امریکايي وګړو بېرته ستنول د امریکا له لومړیتوبونو څخه دي، چې مونږ یې په برخه کې هڅې کوو.»
یو شمېر شنونکي بیا له اسلامي امارت غواړي دا موضوع له ډيپلوماټیکو لارو او د دواړو لوریو له اړخه د بندیانو په تبادلې سره حل کړي.
د نظامي چارو شنونکي، هادي قریشي ویلي:"دا حتمي ده چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ تعامل په پام کې ونیول شي او د اصولو پر بنسټ جوړ شي."
د نظامي چارو یو بل شنونکی، ذاکرالله امیرزاده هم وايي: "اوس درې امریکايي وګړي په افغانستان کې دي، ټوله نړۍ او ملګري ملتونه یې د خوشې کولو غوښتنه کوي. هغه افغانان چې په امریکا کې په بند کې دي، هغوی کورنۍ نه لري؟ دا د ډيپلوماټيکو اړیکو لمخې باید وي، چې د یو بل زندانیان باید خوشې شي."
که څه هم تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و، د دغو بندیانو د خوشې کېدو په برخه کې باید د اسلامي امارت شرایط هم په نظر کې ونیول شي.
په دې اړه مو اندونه