Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان سره د سیاسي اړیکو د ښه کولو په موخه د برېټانیا هڅې

د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت چارسمبالی وايي، د کابل او لندن ترمنځ د سیاسي اړیکو د رغونې او همداراز د مثبتو تعاملاتو د ښه والي لپاره هڅې کوي.

د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت چارسمبالي د رییس الوزرا د سیاسي دفتر له عمومي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، د سیاسي اړیکو د پراختیا او د کابل او لندن ترمنځ د مثبت تعامل لپاره هڅې کوي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې رابرټ ډېکسن په دغه کتنه کې په دوحه کې د ریيس الوزرا له سیاسي مرستیال سره د بهرنیو ډيپلوماټانو کتنې مثبتې ارزولي او زیاته کړې یې ده چې په دغو کتنه کې د دوی د اندېښنو په اړه ډاډ ورکړ شوی.

هغه د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو پراختیا او له افغانستان سره د برېټانیا د بشري مرستو د دوام په اړه هم ډاډ څرګند کړی.

د ارګ د خبرپاڼې یوه برخه: « ښاغلي رابرټ ډیکسن وویل چې د اسلامي امارت او برېټانیا ترمنځ د اسیاسي اړیکو د رغېدو په برخه کې هڅې کوي.

هغه په دوحه کې له بهرنیو دیپلوماتانو سره د سیاسي مرستیال لیدنې مثبتې و ارزولې او زیاته یې کړه، چې د زیاتو اندېښنو په اړه یې ډاډ ترلاسه شو.»

د سیاسي چارو شنونکی، ادریس ځاځی وايي: «که برېټانیا و غواړي د افغانستان اړیکې له نړۍ او د نړۍ اړیکو ته له افغانستان سره سمون ورکولای شي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي ذاکر له نړۍ سره د سیاسي اړیکو پراختیا د اسلامي امارت د بهرني سیاست لومړیتوب بللی او زیاته کړې یې ده، چې د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو لپاره یې یو عالي کمېسیون هم جوړ کړی.

هغه پر اسلامي امارت بندیزونه د نه منلو وړ بللي او ویلي یې دي، چې د دغو بندیزیونو ډېر زیان عامو خلکو ته رسېږي.

د ارګ خبرپاڼه یوه بله برخه کې راغلي: «هغه  وویل چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه حل لاره نه ده او ډېر زیان یې عامو خلکو ته رسېږي.د ریاست الوزرا د سیاسي دفتر عمومي رییس د دوحې درېیمې ناستې د ژمنو پر عملي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت پر خپلو ژمنو کلک ولاړ دی.هغه وویل چې د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو لپاره د امارت په کچه یو عالي کمېسون هم جوړی شوی، چې دا زمونږ د ژمنو د عملي کولو ښکارندوي کوي.»

د سیاسي چارو شنونکي، سمیع‌الله احمدزي و ویل: «په دغه کتنه کې د هغو مسایلو په اړه چې نړۍوالو د دوحې په غونډه کې ژمنه کړې خبرې شوي چې ، د معیشت بدیل او بشرپالې مرستې دي.»

د یادونې ده چې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دوحې ته په خپل سفر کې له یو شمېر ډيپلوماټانو سره کتنه کې ویلي وو، چې د افغانستان لپاره په قطر کې فعال سفارتونه باید کابل ته را ولېږدوي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دوحې ته په خپل سفر کې له یو شمېر ډيپلوماټانو سره کتنه کې ویلي وو، چې د افغانستان لپاره په قطر کې فعال سفارتونه باید کابل ته را ولېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه