Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د څښاک پاکو اوبو د کموالي په اړه د کابل میشتو شکایت

د کابل د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له کمښته شکایت لري.

د کابل د یوولسمي حوزي اوسيدونکی ۳۷ کلن توپان وايي، چې کورته یې د اوبو په نل لیکو کې میاشت کې یو ځل اوبه راځي.

نوموړی چې ورځ مزدوري کوي، وايي نه شي کولای چې په بیه اوبه واخلي؛ نو اړ دی، چې له اوبو د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره له لرې ځایه اوبه راوړي.

د یوولسمې حوزې اوسېدونکی، توپان وايي:«په دې سیمه کې د اوبو ستونزې ډېرې زیاتې دي. ځکه یو میاشت وروسته نل راځي. ځينې وختونه یې اخلو او ځينې وخت یې له پاسه راوړو.»

په همدې حال کې د کابل د ۳۱۵ سیمې اوسېدونکي هم د اوبو له کمښت سره مخ دي او دغه راز د هغو اوبو له کم کیفیت هم شکایت کوي، چې د خصوصي شرکتونو له لوري پر دوی پلورل کېږي.

د ۳۱۵سیمې اوسېدونکی، دلاور خان و ویل: «زموږ د اوبو ستونزه ډېره زیاته ده. یوه میاشت وروسته په نل کې اوبه راځي.»

د خواجه بغرا سیمې اوسېدونکی، جمشېد وايي: «موږ د اوبو بوشکې راوړې دي، خو مالومات نشته چې څه وخت به موږ ته د ډکولو نوبت را رسیږي.»

د اوبو د کمښت ستونزه تازه نه؛ بلکې له څو کالو راهیسې د پلازمېنې کابل د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي له یادې ستونزې شکایت کوي.

په همدې حال کې د مرکزي زون د اوبو رسولو ریاست چارواکي د دغې ستونزې د حل په برخه کې ډاډ ورکوي.

د مرکزي زون د اوبو رسوولو رییس، شفیع الله زاهدي زیاتوي: «موږ په کابل کې د اوبو د کمښت لپاره درې پلانونه په پام کې لرو؛ لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي.»

تر دې وړاندې هم د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکو د اوبو له کمښت شکایت کړی او له اسلامي امارت یې غوښتي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه