Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګریز ناانډول؛ افغانستان ۸۰ سلنه اړتیاوې له وارداتو پوره کوي

کابل کې د ایران اقتصادي اتشې ویلي، افغانستان ۲۵ سلنه توکي له ایرانه واردوي. 

د ایرانې رسنیو د راپور لمخې، حسین روستايي د "افغانستان د بازار فرصتونو او ستونزو" په نوم غونډه کې زیاته کړې چې، افغانستان ۸۰ سلنه اړتیاوې له وارداتو پوره کوي.

افغانستان که څه هم یو له کرنیزو هېوادونو دی خو بیا هم ډېری توکي له نورو هېوادونو واردوي. 

د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: « موږ به له ایران سره له سوداګریز اړخه اول یا دویم هېواد وو. زموږ راکړه ورکړه چې ډېر یې لومړني توکي، نفتي توکي، خوراکي توکي، لبنیات او نور دي له ایرانه واردوو.»
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا مهال د سیمې هېوادونو سره کال کې د کابو لس میلیارده ډالرو پر ارزښت راکړه ورکړه لري، چې ۸ میلیارده ډالر یې واردات تشکیلوي. 

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان په دې اړه و ویل: « موږ باید د نړۍوالو قوانینو سره سم سوداګري وکړو او دغه راز ګاونډیو سره ښې اړیکې ولرو، د ازبیکستان، قزاقستان پڅېر د مرکزي اسیا له هېوادونو سره باید تخنیکي بحثونه ترسره شي او تخنیکي کارونه ترسره څو له نړۍوالو شرایطو سره سمه سوداګري ترسره شي.»

په همدې حال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، اړتیا ده چې د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

د دغې خونې چارواکي وايي، لوړه تعرفه او د سوداګریزو توکو ورته والی د دې سبب شوی، چې تهران ته له کابله د صادراتو کچه د وارداتو پر تله کمه ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وایي: « اساسي لامل دا دی چې ایران هم ځینې ستونزې زموږ د سوداګرۍ پر وړاندې جوړوي خو زموږ صادرات ټول کرنیز دي او هغه ایران هم لري نو د ایران په مارکیټونو کې مېوه ځای نه لري موږ باید دا د مرکزي اسیا په څېر ګرمو سیمو ته ولېږدوو.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې له ایران سره د ۷۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې، چې د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په توکي صادار کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه