کابل کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، د سرپرست د نه لرلو له امله اړ دي چې له سهاره تر ماښامه د سړکونو پر غاړو کار وکړي.
دوی له سرپرست حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي.
زهرا یو له دغو ماشومانو ده چې د کورنۍ درنو مسوولیتونو مجبوره کړې چې په خپلو وړو لاسونو بوټونه پاک کړي.
لس کلنه زهرا وایي د شپږ کسیزې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ ده.
زهرا د طلوعنیوز خبریال ته وایي: « پلار مې ناروغ دی او مور مې کار نه کوي، کور کې ده، زه هم طالبانو بیولې وم، نه مې پرېږدي چې کار وکړم.»
یو شمېر نور ماشومان هم د زهرا په څېر د ژوند بېلابېلې کیسې لري.
دغه ماشومان له سرپرست حکومته غواړي چې لاسنیوی یې وکړي.
کارګر، وارث و ویل: « دلته کار کوو، د سوالګرو په نوم مو بیایي، نه څه راکوي او نه د کار اجازه راکوي.»
یوې بلې کارګرې، صدیقې هم و ویل: « زه خپله سوالګري نه کوم، کار کوم، کور کې بل څوک نه لرم چې موږ لپاره کار وکړي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین هم د سوالګرو ماشومانو د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي و ویلک « هغه ماشومان چې د سوالګرو راټولو کمېټې له لوري راټول شوي چې ډېری یې په سختو کارونو بوخت دي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معرفي کیږي، بیا د روزنتونونو د کړنلارې لمخې، په شرایطو برابر وبلل شي، دغو روزنتونونو ته یې معرفي کوي او پالنه او روزنه یې کیږي.»
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د ماشومانو له کار سره د مبارزې په نړۍواله ورځ ویلي و، چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ماشومان له زده کړو محروم دي او پر کار بوخت دي.