د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي چې، د سرپرست حکومت له بنده د درې امریکايي وګړو د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ښاغلي وېسټ زیاته کړې چې، له نن څخه دوه کاله مخکې دوه امریکایي وګړي رایان کوربت او محمود حبیبي په افغانستان کې بندیان شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله څرګندوي:«هغه امریکايي وګړي چې په افغانستان کې بندیان دي، اسلامي امارت د هغو نېکو اړیکو لپاره چې، غواړي له امریکا سره یې ولري، د هغوی د خلاصون او یا هم د هغو افغان بندیانو سره دې چې په امریکا کې بندیان دي تبادله کړي.»
له دې سره هممهاله، د امریکا متحده ایالتونو د فډرال څېړنو ادارې یا اف بي ای په یوې اعلامیه کې ویلي چې، د افغان الاصله امریکایي محمود حبیبي په تړاو د معلوماتو په لټه کې ده. د دې اعلامیې له مخې، محمود حبیبي د افغانستان په یوه مخابراتي شرکت کې کار کاوه چې، د ۲۰۲۲ کال د اګست پر لسمه د دغه شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای نیول شوی او له محمود حبیبي پرته نور کارکوونکي خوشې شوي دي.
د امریکا د فډرال څېړنو یا افبېای ادارې په اعلامیه کې راغلي:«افبيای په ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي د لادرکه کېدو په تړاو د معلوماتو په لټه کې ده. ښاغلی حبیبي یو افغان-امریکایي سوداګر دی او د اسیا مشورتي ګروپ ته یې چې، په کابل کې مېشت مخابراتي شرکت دی، د یوه قراردادي په توګه کار کاوه.»
بلخوا، د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس د جوبایډن پر ادارې له نیوکې سره ویلي چې، دا اداره د رایان کوربټ د خوشي کولو لپاره کوم پلان نهلري. هغه ادعا کړې چې، دغه امریکایی وګړی په افغانستان کې شکنجه کېږي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس لیکلي:«له پرلهپسې غوښتنو سره سره، ولسمشر بایډن لا هم د رایان له مېرمنې آنا یا د هغوی له کورنۍ سره نهدي کتلي. د رایان رواني او جسمي روغتیا ورځ تر بلې خرابېږي، له دې سره سره، د بایډن هرېس حکومت لا هم کور ته د هغه د ستنولو لپاره کوم پلان نهلري.
د سیاسي چارو شنونکی سمیعالله احمدزی په دې هکله وايي:«دغه راپور د هغوی ربړونه مستند کړې نهده او کوم ثبوت نهلري؛ یوازې د ټاکنیزې مبارزې او د یو بل د ګرم او پړ کولو لپاره له دغې مسئلې استفاده کوي.»
بل پلو، د رایان کوربټ مېرمن له سي بي ايس خبري شبکې سره په خبرو کې د متحده ایالتونو له ولسمشره غوښتنه کړې چې، د رایان کوربټ د خوشي کولو په برخه کې چې، په افغانستان کې بندي دی، خپله ژمنه پوره کړي.
د رایان کوربت مېرمن انا کوربت:«زه دې ته فکر کوم کهچېرې د هغه پر ځای د ولسمشر جوبایډن د کورنۍ کوم غړی وای نو څه به پېښ شوي و.»
که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو تازه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند په کابل کې د دوحې غونډې د پای ته رسېدو په خبري کنفرانس کې ویلي وو چې، د دې غونډې په څنډه کې یې د متحده ایالتونو له ځانګړو استازو سره د بندیانو د تبادلې په تړاو خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه