د کابل په لوېدیځ کې د اهل تشیع اوسېدونکي او دیني عالمانو په یوه پروګرام کې له افغان کډوالو سره د ګاونډيو هېوادونو په تېره بیا د ایران د پولیسو پر ناوړه چلند نیوکه کوي.
د اهل تشیع د دیني عالمانو او مخورو د مجمع رییس سید حسن فاضلزاده د ایران له چارواکو غواړي چې، له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د تکرار مخنیوی وکړي او د دغو کړنو عاملان ونیسي او مجازات کړي.
ښاغلی فاضلزاده په دې هکله وايي:«ناوړه چلند د مشخص کس له لوري وه، او د افغانستان شریف ملت د دغه ډول چلند د څېړنې غوښتونکی دی.»
سید حسن فاضل زاده دغه راز وايي چې، له هېواده بهر د اسلامي امارت پر ضد د ځینو څېرو غونډې او د نظرونو وړاندې کول بېګټې دي او پایله به ورنه کړي.
د افغانستان د اهل تشیع د دیني عالمانو او مخورو د مجمع رییس څرګندوي:«هغه کسان چې، په جرمني کې سره راټول شوي او له اسلامي امارت سره یې جګړه جایزه ګڼلې ده، باید څرګنده کړو چې، د دغې جګړې اعلان، پر مهمو او درنو الهي احکامو او اوامرو ملنډې وهل دي.»
د وطن دوستانو د کاروان مسوول عطاءالله صادق هم وايي:«هر څوک نهشي کولای چې په خپل سر خبرې وکړي. زه غواړم چې، دغو مشرانو ته په لنډه توګه ووایم چې، د ازمویل شویو بیا ازمویل خطا دي.»
د دغه پروګرام ګډونوالو د فلسطین له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ او د اسراییلو د جنایتونو پر وړاندې یې د نړۍ پر چوپتیا نیوکه وکړه.
په دې اړه مو اندونه