د کابل په دشت پرچي کې د تېرې ورځې (یکشنبې) د چاودنې د قرباني کورنۍ له اسلامي امارته غوښتي چې، د دغې پېښې عاملان په ګوته او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د دغې کورنۍ غړي همدارنګه ټينګار کوي چې، اسلامي امارت دې باید د خلکو د سر او مال امنیت تامین کړي.
قربان علي چې خپل پلار یې د تېرې ورځې په چاودنه کې له لاسه ورکړی، طلوعنیوز ته ویلي چې، هغه د خپلې کورنۍ ګټیالی و، او هغوی د ژوند راتلونکې ستونزې له همدا اوسه احساسوي.
قربان علي د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«دغه پېښه باید وڅېړل شي او عاملان یې وپېژندل شي او هغه کسان نیول شوي، باید سزا ورکړل شي او په څلور لارې کې اعدام کړل شي.»
د قرباني د کورنۍ نور غړي هم له اسلامي امارته غواړي چې، د خلکو د امنیت د تامین لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
د قرباني د کورنۍ غړی محمد ابراهیم وايي:«له حکومته غواړو چې، د خلکو د سر او مال امنیت تامین کړي. دا لومړی ځل نهدی؛ بلکې څوم ځل دی چې، چاودنه کېږي.»
ورتهمهال د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د پېښې عاملین به نیسي او سزا به ورکوي. ښاغلی ځدراڼ، خلکو ته ډاډ ورکوي چې، ټول مسوولان د خلکو د سر او مال د خوندیتوب مسوولیت په غاړه لري.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند څرګندوي:«د دوی پر وړاندې موږ ډېر جدي یو، لکه څرنګه مو چې پخوا نیولي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي، لا مو لهمنځه وړي دي همدغه ډول به دغه کسان چې جنایت یې ترسره کړی هم ونیسو او د قانون منګولو ته به یې وسپارو.»
د کابل امنیه قومندانۍ د اطلاعاتو پر بنسټ، چاودنه تېره ورځ په یوه مرسیډیز مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې، له کبله يې یو تن وژل شوی او د درې ښځو په ګډون ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.