Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلند په تړاو کابل کې د نیوکو دوام

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي چې، له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو ناوړه چلند د منلو نه دی.

ښاغلی حقاني په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د اسلامي او د کډوالۍ د نړۍوالو قوانینو پر خلاف ګڼي او له دغه هېواده غواړي چې له افغان کډوالو سره په خپل چند کې بدلون راولي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وايي:«څه باندې ۴۰ کاله ایران د افغانانو کوربتوب کړی او نور هم باید له زغم څخه کار واخلي، دغه تېر ۴۰ کلن کوربتوب ته زیان وانه‌ړوي او د ټولو هغو عناصرو مخه ونیسي چې، غواړي د افغانستان او ایران ترمنځ داسې یو حالت رامنځته کړي چې، په اړیکو باندې یې ناوړه اغېز وکړي.»

ورته مهال، په ایران کې ځينې کډوال په دغه هېواد کې له دوی سره پر روان چلند اندېښنه ښيي او په خبره يې، په ایران کې د کډوالو روان وضعیت باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

په ایران کې افغان کډوال یو کډوال طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«تر ټولو مهمه ستونزه اقتصادي ستونزه ده، د دغو ستونزو یوه برخه د هغو بندیزونو له امله ده چې، د ځينو هېوادونو له خوا لګول کېږي چې، د هغو ناوړه پایلو او زیانونو د کډوالو پر اقتصادي ژوند په مستقیمه توګه اغېزه کړې ده.»

د کډوالو د حقونو فعالان هم په ایران، پاکستان او ترکیه کې د افغان کډوالو سره د روان وضعیت پر پای ته رسېدو ټینګار کوي.

د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ په دې هکله وايي:«په ټولو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره، باید د افغانستان، کوربه هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ترمنځ د اوږدمهاله سټراټېژیکو پروګرامونو په تړاو د درې اړخیزو ډپيلوماټیکو خبرو اترو زمینه برابره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال ۷ میلیونه افغان کډوال په هېوادونو او همداراز ۳ میلیونه داخلي بې ځایه شوي شتون لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه