Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم د تېرې ورځې په نښته کې درې تنه وژل شوي

تېره ورځ (دوشنبې) له غرمې وروسته د تورخم اړوند «غوړکي» سیمه کې، د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د نښتې په پایله کې درې تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې، دغه نښته لومړی د پاکستاني پوځيانو له لوري پیل شوه چې، په متقابلو ډزو کې د پاکستاني پوځيانو دوه پوستې هم له‌منځه تللې دي.
 
دغه نښته د افغانستان په خاوره کې د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو پر سر رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله زیاته کړه:«د افغانستان پر سرحدي ځواکونو یې ډزې وکړې چې، موږ هم ځوابیه ډزو ته مجبور شوو، په پایله کې تاسې شاهد یاست چې، د هغوی دوه پوستې له‌منځه تللي او هغوی هم ملکیان خپل هدف ګرځولي چې، له بده مرغه یوه مېرمن او دوه ماشومان شهیدان شوي دي.»

د سرحدي ځواکونو سرتېری اسدالله د نښتې په تړاو وايي:«په خپله خاوره کې مو پوستې جوړولې او د پاکستان ملیشو له خوا په موږ انداخت وشو، موږ راغلو او په خپل وخت ورسېدو، پوره پوره تدابیر مو ورته ونیول او غاښ ماتوونکی ځواب مو ورکړ.»

ځايي خلک وايي، پاکستاني ځواکونه وخت ناوخت د دوی پر کورورنو ډزې کوي چې، له امله یې دوی له دغې سیمې کډه کولو ته اړ کېږي.
  
د سیمې اوسېدونکی لعل محمد د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«دا زموږ ګاونډیان وو، د پاکستان له لوري مرمۍ راغلې، په کور ولګېدې چې په‌کې یوه ښځه او دوه ماشومان شهیدان شول او څو نور ټپيان شوي دي.»

د سیمې بل اوسېدونکی علي مان شاه څرګندوي:«پاکستان زموږ کورونه ویشتل ډکې ډکې مېنې له خلکو پاتې شوې، د چا ماشومان په یوه ځای کې پاتې شول د چا په بل ځای کې پاتې شول.» 
         
د سیمې اوسېدونکي خالد هم وویل:«کلي کې بيخي څوک نشته یو یا دوه کسان دي، څه وخت چې د پاکستان لخوا توغندي راتلل نو نېغ دا کورونه لګېدل، پاکستان ټول د خلکو کورونه ویشتلي دي.»
 
له دغې نښتې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ ـ راتګ پر وړاندې تړلې ده چې، له امله یې دواړو لورو ته سلګونه مسافر، ناروغان او سلګونه بار وړونکې لارۍ بند پاتې دي.

ځايي خلک او موټر چلوونکي غوښتنه کوي چې، دواړه لوري دې د جګړې پرځای د خبرو له لارې شته ستونزو ته د حل لار ولټوي. 

د سیمې اوسېدونکی عمران زیاتوي:«هر وخت مخامخ جنګ نه‌شي کولی، دوی کورونه ولي، دا یې څلورمه پنځمه جګړه ده؛ خو دوی مخامخ جنګ نه‌شي کولی همدا کورونه ولي.»
 
د سیمې بل اوسېدونکی خان شینواری وايي:«دلته هرکله دغسې جګړې راځي او هر وخت ځکه چې، دا خلک هر وخت دې ځای نه وځي، بې ځایه کېږي، دلته پرون په دغه کور کې هم ماشومان او زنانه شهیدان شوي دي.»
   
موټر چلوونکی تاج ملوک هم په دې تړاو څرګندوي:«زه د لارۍ چلوونکی یم، دا پیاز مې بار کړي دي، نن مې دویمه شپه ده، چې، دلته یې درولي یو، هغلته ولاړ وو، نن به اوښتي وو، بېرته یې راباندې تاو کړل، د پیازو بوی ځي، خوسا دي، ټول یې خوسا کړل.»
   
موټر چلوونکي ولي خان هم وویل:«دا د یوې ورځې نه چې، واوړي اوبه کوي ټول ښکته څڅېږي، مال والا ته هم تاوان دی او ډرایورانو ته هم تاوان دی.» 
 
تورخم د هېواد په کچه یو له مهمو سوداګریزو بندرونو دی چې، وخت ناوخت د پاکستاني ملیشو او افغان سرتېرو ترمنځ د ورته نښتو او تورخم دروازې د تړل کېدو له امله ځايي خلکو، مسافرو او افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه