د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ د درېیمې کالیزې په درشل کې د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد له ویلي دي چې،د هېواد د هوايي حریم د دفاع لپاره یې هڅې روانې دي.
د دفاع وزارت سرپرست له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې د اسلامي امارت د ځواکونو د پیاوړتیا په تړاو هم خبرې کړې دي.
ښاغلي مجاهد په دې تړاو چې کله او څنګه به د هېواد د هوايي حریم د نقض مخنیوی وشي، داسې وایي:«موږ په خپله هڅه او کوښښ کړی دی، روان کړی مو دی، کوو یې دا چې، دا به څه وخت په څه ډول، دا اټکل سړی نهشي کولای، انسان تر خپل وس او توان پورې مکلف دی او مسوولیت یې تر هغې اندازې دی چې، د ده توان وي او اناشاالله توان په کار اچوو او اچولی مو دی.»
محمد یعقوب مجاهد د خپلو خبرو په یوه برخه کې د اسلامي امارت د ځواکونو د اوسني وضعیت په تړاو وايي چې، اوسمهال اسلامي امارت د داسې منظمې اردو لرونکی دی چې، د هر ډول تېري د ځواب ویلو توان لري.
د دفاع وزارت سرپرست څرګندوي:«په مجموع کې زه افغانانو ته دا ډاډ ورکولی شم چې، تاسې اوس د داسې اردو خاوندان یاست چې، انشاالله ستاسو له هېواد، عزت، مال، ستاسو او ستاسو له پولو څخه ساتنه په پوره پیمانه باندې کولای شي او هر چا ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولای شي.»
ښاغلی مجاهد د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاتوي اړتیا ده چې، هېوادوال سمتي، قومي او ژبني مسایل یوې خوا ته کړي او د یووالي لار غوره کړي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي:«د یو بل ملاتړ وکړو، د یو بل پر ستونزو ځان خبر کړو، یو د بل مشکلات درک کړو او د خپل قدرت، د خپلې څوکۍ او یا د ځينو شخصي ګټو په خاطر خدای مهکړه د نورو خلکو حقوق تر پښو لاندې نهکړو.»
تر دې وړاندې هم د دفاع وزارت سرپرست د روان لمریز کال د زمري پر څلورمه د امنیتي ځواکونو د ستاینې په پروګرام کې ویلي وو، چې د افغانستان اوسنی حاکمیت به ډېر ژر د هېواد د فضايي حریم کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
په دې اړه مو اندونه