Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په سوېل او سوېل لویدیځو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو پروژې پیل شوې

ملګرو ملتونو د هېواد په سوېل او سوېل ختیځو ولایتونو کې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې پیل کړې دي.

افغانستان کې د دغه سازمان مسوولین وایي، د یادو پروژو چارې به تر ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې بشپړې شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال، ایندریکا راتواته و ویل:" د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره زموږ رسېدنه ډېره چټکه وه ځکه زده کړې او روغتيايي خدمتونو د يوې ټولنې بنسټیزې اړتياوې دي. موږ پوهيږو چې د کډوالو اړتياوې څه دي؟ هڅه کوو چې د دوی لپاره دايمي حل لار پيدا کړو هغه څه ته چې راستنېدونکي کډوال او نور استوګن خلک اړتيا لري."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی زیاتوي، په سویل او سویل ختیځ ولایتونو کې یې د کډوالو او روږدو لپاره د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت بنسټیزې پروژې پیل کړي چې تر ۲۰۲۵ زیږدیز کال پورې به بشپړې شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال، ایندریکا راتواته زیاته کړه: " د راستنو شویو کډوالو او معتادینو لپاره په سويل او سويل ختيځ زون پکتيا ، پکتیکا او خوست ولايتونو کې د څلويښت ميليونه ډالرو په لګښت بنسټيزې پروژې لرو چې په تېر اګست کې يې چارې پيل شوې او د ۲۰۲۵ کال تر پايه به بشپړې شي.

په ورته مهال یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ او د پکتیا اوسېدونکي د ملګرو ملتونو د یادو مرستو د هرکلي ترڅنګ، دغه ولایت کې د لا زیاتو پراختیایي او بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کوي.

له پاکستانه را ایستل شوی، شاه محمود و ویل: یوازې شمسۍ او بطرۍ یې موږ ته راکړې دي، نور هیڅ نه دي راکړي. هماغه چې راغلي یو لس زره یې موږ ته راکړې دي. خو اوس موږ په ډېره ستونزه کې یو.

د پکتيا اوسېدونکی، صديق الله بیا وايي: زموږ دا سیمه لویه ده. دلته سیلابونه راووځي او دا ټوله سیمه تر ګواښ لاندې ده. موږ له تاسې غواړو چې دا همکاري راسره وکړئ او دا پاتې ځایونه راته جوړ کړئ.

دا پداسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال بلخ ته د سفر پرمهال ویلي وو چې دوی له ۲۰۱۶ زیږدیز کال راهیسې په افغانستان کې له ۶۰ زره کورنیو سره د کوچنۍ سوداګرۍ او کرنې په برخو کې مرسته کړې ده.

افغانستان کې د دغه سازمان مسوولین وایي، د یادو پروژو چارې به تر ۲۰۲۵ زېږیز کال پورې بشپړې شي.

شریک یي کړئ