د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د اقلیمي بدلون په برخو کې د ۵۸ اعشاریه ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۰ پرژو د بیا پیل په برخه کې پرمختګ شوې دی.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره دغه راز زیاتوي چې، تېر کال يې له نادولتي موسسو سره د چاپېریال ساتنې پروژو د پلي کېدو په موخه د یو میلیون ډالرو په ارزښت پنځه تړونونه لاسلیک کړي دي.
د دغې ادارې مسوولین په یوه خبري غونډه کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د اقلیم مسله سیاسي نه کړي او دغه برخه کې دې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال، زین العابدین عابد و ویل:« له بده مرغه د اقلیمي بدلون ۳۲ پروژې د نړۍوالو مالي میکانیزمونو له لوري ځنډول شوې دي. له پرله پسې هڅو د ۲۷ اعشاریه ۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷ پروژې د ځنډ له حالته و وتلې او د ۳۱ اعشاریه ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د درې پروژو ژمنه شوې ده.»
د دغې ادارې مسوولین وایي، د اقلیمي بدلون زیانونو هېواد کې ۲.۵ میلیونه خلک بې ځایه کړي، کروندګرو ته په کلني ډول ۲۵۰ میلیونه ډالره زیان رسوي او ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
دوی وایي، د چاپېریال ککړتیا مخنیوي په موخه يې له ۲۲ زره ډېرو ودانیو، تولیدي او صنعتي کارخونو، لوړ پوړو ودانیو، ودونو تالارونو او نورو بېلابېلو تاسیساتو څارنه کړې ده.
پر دې سربېره، د دغې ادارې مسوولین وایي، هېواد کې د ځنګلونو او وحشي ژوو د قاچاق مخنیوی شوی او په تېر یوه کال کې د ۱۷ زره ډېرو وحشي ژوو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم بدلون رییس، روح الله امین و ویل: « زموږ د کرنې سکټور هر کال د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله ۲۵۰ میلیونه ډالر زیان ویني، دغه راز د سېلابونو په برخه کې زموږ شمېرې ښیي چې هر کال ۲۷۰ کسه مري او هر کال مو د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت زیربناوې د سېلابونو له امله زیانمن کیږي.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي هیله څرګندوي چې افغانستان به اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په کاپ ۲۹ غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ترلاسه کړي، څو د زیانمنوونکي افغانستان رښتینی استازیتوب وکړي.
په دې اړه مو اندونه