Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر افغانستان د ا.ا د بیا واکمنۍ درېیمه کلیزه کابل او بګرام کې ونمانځل شوه

پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ درېیمه کلیزه بګرام او کابل کې د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې ونماځل شوه. 

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني بګرام کې د امریکایي ځواکونو په پخوانۍ ستره پوځي اډه کې په دې تړاو نیول شوې غونډې ته ویلي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د حساب په لټه کې نه دی. 

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني و ویل: « له موږ یې ازادي اخیستې وه، موږ بېرته ترې ازادي واخیسته خو په مقابل کې یې حساب ورسره نه کوو، یو ښه فرصت مو ورته برابر کړی دی چې موږ سره د افغانستان په پرمختګ کې همکاري وکړي، لکه څرنګه چې یې اشغال کې همکاري کوله، په پرمختګ کې هم همکاري وکړي.»

دغه مراسمو کې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت به راتلونکي کې له نړۍ سره د خپلو اړیکو پراختیا لپاره هڅې وکړي. 

مولوي عبدالکبیر ویلي: « موږ تمه لرو چې راتلونکي کال کې لا ډېرو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ فعالې کړو او خپل ډیپلوماټان ور واستوو.»

د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: « له ټولو سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې غواړو، هر څوک دې زموږ په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي، موږ د هیڅ چا په کورنیو مسایلو کې
لاسوهنه نه کوو.»

د اسلامي امارت ځینې چارواکي د بګرام تر غونډې وروسته، د کابل په غازي سټیډیوم کې هم په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه غونډه کې له نړۍ سره پر متوازن سیاست ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت نه غواړي څو افغانستان د منفي سیالۍ پر ډګر بدل شي.

امیرخان متقي زیاته کړه: « ټولې نړۍ سره متوازن سیاست غواړو، له ټولو سره متوازنې اړیکې غواړو او نه غواړو چې افغانستان یو ځل بیا د منفي رقابتونو ډګر جوړ شي.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست، نورالله نوري و ویل: « دښمنان چې د الله تعالی د دین دښمنان دي، د افغانستان د خاورې دښمنان دي، د افغانستان د حکومت دښمنان او افغانستان کې د اوسنی اسلامي نظام نشي زغملی.»
  
د اسلامي امارت رییس الوزرا هم د سرپرست حکومت د درېیمې کلیزې په مناسبت پېغام کې د اسلامي امارت مسوولینو ته په اشارې ویلي، د "جهاد" په بریالیتوب سره یې مسوولیت پایته نه دی رسېدلی بلکې په خبره یې، دا مهال د اسلامي نظام د ټینګښت، د هېواد د ودانولو او د تېرو جګړو د خسارو د جبران مسوولیت په غاړه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه