نن (چهارشنبه د زمري ۲۴مه) افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو له درېیمې کلیزې سره برابره ده.
اسلامي امارت له ننه درې کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه د شل کلن جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته واک ترلاسه کړ.
د دغه سیاسي بدلون په درشل کې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه نیمروز لومړی ولایت و چې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ونیول شو.
تر نیمروز یوه ورځ وروسته جوزجان هم د جمهوري نظام له لاسه ووته.
په همدې دوام د زمري په ۱۷مه د اسلامي امارت ځواکونو سرپل، کندز او تخار هم په یوه ورځ ونیول چې د دغو درېیو ولایتونو تر سقوط وروسته نور ولایتونه پرله پسې له جګړې پرته د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شول.
د ولایتونو له پرلپسې سقوط او همداراز په ځینو ځایونو کې د جګړو پر مهال دا وروستۍ ورځې دي چې، د هېواد درې رنګه بېرغ لا هم پر کابل رپيږي.
سره له دې چې، په ښار کې نسبي ګڼه ګوڼه شته؛ خو لا هم ویره خپره ده او د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کابل د کلابندۍ ګنکوسو د خلکو په منځ کې ویره لاپسې ډېره کړې ده.
د ولایتونو د پرله پسې سقوط او د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د کابل د کلابندۍ ګنګوسو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې و او خلک هم له ارګه د وضاحت په تمه وو.
خو د عبدالله عبدالله له فسبوک پاڼې خپره شوې ویډیو چې له هېواد یې د پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني د وتلو خبر ورکړ، د خلکو دغه تمه پرې کړه.
تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله و ویل: « د افغانستان پخواني ولسمشر هېواد پرېښود او خلک او هېواد یې دغسې حالت کې پرېښودل، خدای ج ورسره حساب کوي او د افغانستان خلک به هم خلک قضاوت وکړي.»
د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي و ویل: « زه او کورنۍ مې همدلته له تاسو سره یو، او هیله لرو چې د هېواد مسایل مو د سولې د مذاکراتو له لارې حل شي.»
اسلامي امارت له کابل او پنجشېر پرته پر ټولو ولایتونو ولکه چې له هېواده د محمد اشرف غني په ګډون د پخواني حکومت د مسوولینو وتلو سره سم کابل کې د احتمالي بې نظمۍ او چور او چپاول په تړاو اندېښنو د اسلامي امارت ځواکونه اړ کړل چې کابل ته هم دننه شي او ارګ ونیسي.
له دې سره سم الجزیرې ټلویزیون هم پر کابل د اسلامي امارت ځواکونو د ولکې ویډیوګانو خپرې کړې.
پخواني حکومت سره د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي غړي، ملا عبدالغني برادر و ویل: « موږ او تاسو دغه حال ته ورسېدو چې هیڅ تمه یې نه کېده چې موږ به افغانستان کې په دغه ډول کامیاب کیږو خو دا د الله پاک نصرت او مدد و.»
خو پنجشېر کې لا هم جګړه روانه وه.
بالاخره له شپږو ورځو جګړو وروسته د اسلامي امارت بیرغ د پنجشېر ولایت پر مرکز هم ورپول شو او په دې سره اسلامي امارت پر ټول افغانستان واکمن شو.
پنجشېر کې تر شپږ ورځو جګړې وروسته د دغه ولایت سقوط سره اسلامي امارت پر ټول هېواد واکمن شو.
د پنجشېر د سقوط په تړاو د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: « پنجشېر چې د تښتېدونکي دښمن وروستۍ ځاله وه، نن او تېره شپه په بشپړه توګه تصفیه شو او د اسلامي امارت ټول ځواکونه هلته فعاله حضور لري.»
په همدې ترتیب اسلامي امارت له ننه ۳ کاله وړاندې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه پر افغانستان واکمن شو او ورسره په افغانستان کې جمهوري نظام چې، ۲۰ کاله واکمن وو، وپرځېد.
په دې اړه مو اندونه