Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت درې کلن کورني او بهرني سیاست ته کتنه

افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ په درېیو کلونو کې ګڼ بدلونونه رامنځنه شوي دي. 

که څه هم اسلامي امارت د نړۍ د هيڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی خو د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره یې اړیکې پراخې کړي.

د دغو اړیکو په لړ کې اسلامي امارت په بېلابېلو هېوادونو کې خپلې ۳۹ استازولې فعالې کړې او ځینو هېوادونو ته یې خپل سفیران هم واستول. 

نړۍ د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې لپاره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، د ټولګډوني حکومت جوړول، د ملي ډیالوګ پېلول او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه شرطونه یاد کړي دي. 

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جان کربي د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۱۲مه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په هکله ویلي:« موږ هغوی (طالبان) په افغانستان کې د یو واکمن ځواک په توګه په رسمیت نه‌دي پېژندلي، که دوی غواړي مشروعیت ترلاسه کړي نو باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. زما هدف دا دی، چې طالبان څه ډول غواړي د افغانستان لپاره یوه اغېزمنه اداره او یو ګټور اقتصاد رامنځته کړي، په داسې حال کې چې ښځې دغه هېواد د نیم کاري ځواک په توګه په دغه بهیر کې له ګډونه منع کړل شوې دي او له همدې امله موږ به هغوی، د خپلو کړو ژمنو په هکله ځواب ویونکي وبولو.» 

خو اسلامي امارت ځينې دغه شرطونه خپل کورني مسایل ګڼي او له د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

اسلامي امارت بیا له نړۍ غواړي چې سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني، امریکا او ځینو نورو لویدیځو هېوادونو کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، له سرپرست حکومت سره پراخه تعامل ولري او د ا.ا پر ۲۴ چارواکو لګول شوي بندیزونه لیرې کړي. 

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۱۵مه و ویل: « د ټولګډوني حکومت موضوع یوه کورنۍ موضوع ده، افغانان په هر حالت کې خپلو ملي ګټو ته په پام سره پرېکړه کوي. ګاونډي هېوادونه او لرې او نږدې هېوادونه باید د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې له افغانستان سره یې د اړیکو پورې اړه لري.»

 تر دې ځایه اسلامي امارت له هېوادونو سره د اړیکو له پلوه د خپلو سیاسي استازولیو شمېر نهه دېرشو ته رسولی دی او چین ته یې هم خپل سفیر لېږلی دی.

د ۱۴۰۲کال په تلې میاشت کې په هالنډ او اسپانیا کې د افغاستان سفارتونو له اسلامي امارت سره تعامل وکړ، د هند په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت په لړم میاشت کې په دایمي توګه د خپل فعالیت د درېدو خبر ورکړ، خو په حیدر اباد کې بیا د افغانستان سرکونسل په لیندۍ میاشت کې، نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت د کونسلي خدمتونو د بېرته پيلېدو خبر ورکړ.

بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې په هېواد کې د اذربایجان د سفارت د احتمالي پرانېستلو خبر ورکړ. نیکاراګوې، مایکل کمپل په افغانستان کې د خپل نامیشت سفیر په توګه معرفي کړ.

د جولای پر ۲۶مه د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد صابر دغه هېواد کې د اسلامي امارت د سفارت د چارسمبالي په توګه ومانه.

په دې لړ کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۹مه اروپایي هېوادونو کې د تېر حکومت د سفارتونو له لوري کونسلي خدمتونه له اسلامی امارت سره د سفارتونو د نه تعامل له امله د نه منلو وړ یاد کړل.

د بندیزونو په برخه کې هم روسیې له تور نوملړه د "طالبانو" د نوم د احتمالي لېرې کېدو خبر ورکړ او په یوه بې ساري اقدام کې بیا قزاقستان د دغه هېواد د ترهګرو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لیرې کړ.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي ۱۷مه ویلي: « په افغانستان کې ستونزې شته چې ټول پرې پوهېږئ، خو موږ باید په یو ډول له اوسني حکومت سره اړیکې ټينګې کړو. طالبان هغه څوک دي چې هېواد اداره کوي، نن هغوی په واک کې دي، موږ باید واقعیتونه وګورو او په دې توګه خپلې اړیکې جوړې کړو.»

وروستي یوه کال کې د اسلامي امارت ځينې چارواکو د اړیکو پراختیا په موخه د نړۍ ځينو هېوادونو ته سفرونه هم وکړل.

د دفاع وزارت سرپرست د ۱۴۰۲ لمریز کال په کب میاشت کې قطر ته لاړ، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم په همدې کال کې ایران ته سفر وکړ، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي پر ۱۶مه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او د دغه هېواد له امیر سره یې وکتل. 

د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي میاشتې پر۱۷مه امنیت شورا د حج د ادا کولو لپاره د  اسلامي امارت پر څلورو چارواکو د سفرونو لګېدلي بندیز په لنډمهالي ډول لېرې کړ.

په وروستي ځل مولوي عبدالکبیر په قطر کې د هېوادونو له ډیپلوماټانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې په کابل کې خپل سیاسي استازولۍ بېرته پرانیزي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت د ۱۴۰۳ کال د زمري ۱۵مه د مولوي عبداکبیر د سفر په اړه و ویل: «دغه‌راز له دوی یې غوښتنه وکړه چې، دوی خپل سفارتونه او استازولۍ کابل ته را ولېږدوي او له هغه ځایه خپلې سفارتي چارې مخته یوسي.» 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، امیرخان متقي د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۵مه ویلي و: « له اکثرو هېوادونو سره مو ډیپلوماټیکې اړیکې ډېرې ښې دي، بلکې ورځ په ورځ وده کوي، ورځ په ورځ پرمخ ځي، دا چې الله تعالی په افغانستان کې له ۴۵ کلونو وروسته امنیت راوست، د افغانستان خاوره او د افغانستان ګاونډیان دا ټول له افغانستانه په امن شول.»

بل خوا د چین، روسیې، ازبیکستان او ځینو نورو هېوادونو په ګډون د سیمې هېوادونو تل د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازي، یو شیائونگ د ۱۴۰۲ کال د تلې ۷مه و ویل: « سيمه او نړۍواله ټولنه بايد له امريکا وغواړي چې د افغانستان په اړه خپلې ژمنې او مسووليتونه پوره کړي. لکه څنګه چې پوهېږو د امریکا متحده ایالتونه او ناټو شل کلن اشغال د افغانستان د خلکو لپاره د ډیرو ستونزو او د دغه هیواد د ویجاړولو لامل شوی، متحده ایالتونه او متحدینو یې له افغانستان سره مرستې بندې کړې دي، د دې هېواد شتمنۍ یې کنګل کړي دي او پر افغانستان یې یو اړخیز بندیزونه لګولي دي چې د دغه هېواد د خلکو ستونزې نورې هم جدي کړي دي.»
 
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف علي دراني د ۱۴۰۲ کال د تلې ۷مه و ویل: « پاکستان پر دې باور دی چې له اوسنیو افغان چارواکو سره په خبرو اترو سره کولای شو په دغه هېواد کې د سولې او سوکالۍ په راوستلو کې له افغانانو سره مرسته وکړو.»

خو په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ درېیم کال هم د اساسي قانون برخلیک ناڅرګند پاتې شو. د اسلامي امارت ویاند طلوع‌نیوز ته ویلي و چې د اساسي قانون د جوړولو هڅې روانې دي خو په خبره یې د اساسي قانون نشتوالی په دې مانا نه دی چې افغانستان په یوه قانوني تشه کې دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۲ کال د کب ۴مه طلوع‌نیوز اساسي قانون په تړاو ویلي و: « موږ په کومه قانوني تشه کې نه یو، اسلامي شریعت یو ډېر ټولیز قانون دی چې په یوه نظام کې د هر کس دنده مشخصوي.»

عدلیې وزارت هم په یوه خبري غونډه کې و ویل چې د اساسي قانون په تړاو یې د اسلامي امارت د رهبر لخوا کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی. 

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ د درې کلونو په تېرېدو د اساسي قانون سربېره، د سرپرست حکومت کابینې پر ځای د رسمي کابینې اعلانول او د هېواد د درې رنګه بیرغ مسایلو برخلیک هم ناڅرګند پاتې شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه