Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلام اباد نوی پیغام؛ کابل دې د ترهګرۍ پر ضد له موږ سره ګډه مبارزه وکړي

د پاکستان لوی درستیز وايي، پاکستان د افغانستان د یوه ګاونډي په څېر له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت خیبرپښتونخوا کې ویلي دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

عاصم منیر دغه راز ټینګار کړی چې د ټي ټي پي مسئله باید د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د پیکه کېدو سبب نه شي.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي: « موږ له افغانستان سره غوره اړیکې غواړو او زموږ پیغام ورته دا دی، چې ټي ټي پي ته د خپل خیرخواه او د اوږدې مودې د دوست پرتله ترجیح ورنه کړي. دوی باید د ترهګرۍ پر وړاندې له موږ سره یوځای شي، هغه ډول چې پاکستان تل د دوی په خوا کې وو.»

له بل لوري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له بي بي سي فارسي سره په مرکه کې ویلي، اسلامي امارت له ټي ټي پي ملاتړ نه کوي او پاکستان هم باید په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور په اړه له پروپاګنده ډډه وکړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي وايي: "د پاکستان دننه چې کوم بریدونه کیږي موږ د هغه مسوول نه یو، که د افغانستان له خاورې پرې کوم برید شوای وي نو اسناد دې وړاندې کړي. یانې پلمې باید جوړې نشي. نه باید داسې اقدامات وشي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ورسره خرابې شي."

ځينې شنونکي بیا وايي، اړتیا ده چې پاکستان د افغانستان په اړه پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي.

د نظامي چارو شنونکی، محمد متین محمدخیل داسې وايي: "ددې لپاره چې د افغانستان او پاکستان د دوستۍ مناسبات خراب نه شي، لازمه ده چې پاکستان هم پلمې جوړې نه کړي او هغه ستونزې چې په کور دننه دي، همالته دننه یې حل کړي. پر خپلو پالیسیو دې یو ځل بیا کتنه وکړي."

تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي؛ خو اسلامي امارت تل دا ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

امیر خان متقي بیا وايي، پاکستان باید په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور په اړه له پروپاګنده ډډه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه