Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم دروازه د پنجشنبې پر سهار بېرته پرانیستل شوه

د تورخم لار له څلور ورځني ځنډ وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه.

تورخم لار، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ تر وسله‌والې نښتې وروسته د پاکستان له لوري تړل شوې وه، نن سهار د دواړو هېوادونو د مسوولینو تر خبرو اترو وروسته بېرته د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

مسوولین وایي، تېرو څلورو ورځو کې د کرښې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او ناروغان او لسګونه باروړونکې لارۍ بند پاتې وو.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ویاند، عبدالبصیر زابلي په دې اړه و ویل: (له هغوی سره خبره وشوه، جلسه وشوه، پرېکړه وشوه، سهار اته بجې به دروازه خلاصېږي، چې د تورخم دروازه نن سهار اته بجې د پخوا په شان د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.)

یو شمېر هېوادوال وایي، د فرضي کرښې دواړو خواو ته مېشتې کورنۍ د خپلوۍ اړیکې لري او غوښتنه کوي، چې نور د سیاسي مسایلو قرباني نشي او دا لار په دوامداره توګه پرانیستې پاتې شي.

د کابل اوسیدونکی، نیک محمد وايي: ( هغې غاړه او دې غاړه موږ یو مسلمانان یو، یو دوستان یو، باید چې دا لاره بلکل بنده نه شي او باید چې دا د وېزې سیسټم بلکل ختم شي.)

د جوزجان اوسیدونکی، عبدالوهاب  هم وايي: ( تر هر څه ژر باید د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ خلاصه کړي، پاکستان زموږ ګاونډي هېواد دی او دواړه مسلمان هیوادونه دي.)

د ننګرهار اوسیدونکي، حکمت الله بیا و ویل: (پاکستان ته تللي وو، هلته مو دوايي وکړه مریضان وو؛ خو بیا موږ باندې لاره بنده شوه، ډېرو ستونزو سره مخ وو.)

د تورخم لارې بندېدو له امله افغان او پاکستاني سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

سوداګر او موټر چلوونکي غوښتنه کوي، چې اقتصاد له سیاست څخه جلا او دواړه لوري دې سیاسي مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي.

موټر چلوونکی، ستانکزی په دې اړه داسې وايي: ( سبزي مو بار کړې ده زموږ چې د سبزۍ وخت راشي، هلته جنګونه پیل شي، هلته سبزي خرابه شي، مال واله ته هم تاوان رسېږي او موږ ته هم تاوان رسېږي.)

 یو سوداګر، ضابط منګل هم وايي: (زموږ موټرې په تورخم کې بندې پاتې دي، که چیرې په خپل وخت سره دغه موټرې د تورخم له لارې  وا نه وړي نور ډېر زیات تاوانونه به ورسېږي.)

د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ تورخم دروازه هغه مهال وتړل شوه، چې افغان لوري په خپله خاوره کې د امنیتي پوستې پر جوړولو بوخت و، چې دا چاره پر وسله واله نښته واوښته او په ترڅ کې یې د پاکستان دوې پوستې له منځه لاړې، خو د پاکستاني ځواکونو په راکټي بریدونو کې بیا شپږو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

شریک یي کړئ