د زابل امنیه قومندان او د اسلامي امارت له لوړپوړ غړو طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې و ویل، که په افغانستان کې د سرپرست حکومت مبارزه نه وای نو امریکا له هېواده نه وتله.
صلاح الدین ایوبی زیاته کړه، د اسلامي امارت له لوري د امریکا د وتلو او د افغانستان د نیولو لپاره هیڅ ډول معامله نه ده شوې.
د زابل امنیه قومندان، صلاح الدین ایوبي وايي: دا خو هغه څه دي چې ټولو ته ښکاره دي. که په زور نه وای نو امریکا له دې ځایه نه وتله. امریکا د ټولې منځنۍ اسیا لپاره شومې موخې درلودې.
هغه زیاته کړه، امریکا د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو په موخه داعش را مخ ته کړي، او د سیمو په هېوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې له دغې ډلې ملاتړ کوي.
ښاغلي ایوبي زیاته کړه: داعش د امریکا له لوري روزل کېدل. ددې لپاره یې جوړ کړي و چې د مسلمانانو ترمنځ اختلاف پیدا شي.
د زابل امنیه قومندان زیاته کړه، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته له احمد مسعود سره په اړیکه کې وو له نوموړي سر د خبرو لپاره هڅې بې پایلې وې.
هغه زیاته کړه، د تېر پرځیدلي نظام له ټولو څېرو يې وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي او خپلې ستونزې له اسلامي امارت سره د خبرو له لارې هوارې کړي.
د زابل دغه امنیه قومندان په دې اړه وايي: زما پیغام هغوی ته دا دی چې د مذاکرې له لارې دې راشي او که څه غوښتنه لري او یا که څه ستونزه لري نو دلته دې د خبرو له لارې حل کړي.
صلاح الدین ایوبی د اسلامي امارت له لوړپوړ قومندانو او له هغو لومړیو کسانو دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه ارګ ته ورننوت، او له دغه تګ وروسته د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ او اسلامي امارت د دویم ځل لپاره واک ته ورسید.