د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان لپاره د امریکا د ۲۸۰ میلیونه ډالرو او د بریټانیا د ۵۰ میلیونه ډالرو له ځانګړي کېدو هر کلی وکړ.
په افغانستان کې خوړو نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول وايي، دغو مرستو سره کولی شي له څه باندې ۵ میلیونه افغانانو سره مرستې وکړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول، ضیاءالدین صافي و ویل: « د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له انګستانه د ۴۰ میلیونه پونډو له لاسته راوړلو هرکلی کوي. دغه مرستې به د خوړو نړۍوال پروګرام سره مرسته وکړي څو ۱.۲ میلیونه خلکو ته په مستقیم ډول بېړنۍ خوراکي مرستې ورسوي.»
په ورته مهال، د ناروې د کډوالو شورا، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې، د ډنمارک د کډوالو شورا او د ماشومانو د ژغورنې صندوق په یو ګډ راپور کې د افغانستان اقتصادي ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، روان کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۵۲ سلنه یې ماشومان او ۲۵ سلنه یې ښځې دي.
افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې شورا مسوول، نیل ترنر ویلي: « افغانستان کې اقتصادي وضعیت زیات خراب دی، زمونږ شمېرې ښيي چې ۲۳میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري، چې د افغانستان نیم نفوس جوړوي، د دغې ستونزې لوی علت بې کاري ده. دغه راز په هرو څلورو تنو کې یو یې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی او نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.»
یو شمېر هېوادوال هم د بې کارۍ کچې له لوړوالي شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي څو کاري زمینې ورته برابرې کړي.
د کابل اوسېدونکي، حجاز محمد و ویل: « کار نشته له دولته مو یوه وچه ډوډۍ هم نه ده ترلاسه کړې.»
د کابل اوسېدونکي، عبداللطیف هم و ویل: « د سړک پر غاړه موچي ګري کوم، د کور کرایه لرو، ډېرې ستونزې لرو، کار نشته، دلته راځو هره ورځ ۳۰ یا څلویښت افغانۍ کار کوو چې د کور کرایه هم نه کیږي.»
اقتصاد وزارت بیا وايي، افغانستان کې د فقر او بې کارۍ لمنځه وړلو لپاره اړتیا ده چې نړۍوالې مرستې په زېربنايي برخو کې ولګول شي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب طلوعنیوز ته و ویل: « د کاري زمینو پر جوړولو تمرکز او بېلابېلو سکټورونو کې د کورنیو د اقتصاد ملاتړ کولای شي په تدریجي توګه د بې وزلۍ کچې کمولو او د خوراکي خوندیتوب سره د مبارزي په برخه کې اغېز ولري. موږ له ټولو مرستندویه بنسټونو غواړو چې د بشري مرستو لړۍ پراختیايي مرستو ته واړوي چې زموږ خلک له اقتصادي اړخه پر ځان متکي شي.»
تر دې وړاندې سیګر ویلي و چې امریکا تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان لپاره ۲۰.۷ میلیارده ډالر ځانګړي کړي چې ۲.۹ میلیارده یې په بشري او زیربنايي برخو کې لګول شوې دي.
په دې اړه مو اندونه