د اسلامي امارت ویاند له العربیه سره په مرکه کې ویلي چې، په افغانستان کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د حضور په تړاو هېڅ سند نشته.
ذبیحالله مجاهد په دغې مرکه کې زیاته کړې چې، اسلامي امارت د امریکا هغه ادعا چې، ګواکې ایمنالظواهري په کابل کې وژل شوی ردوي.
ښاغلي مجاهد وویل:«څېړنې روانې دي؛ خو تراوسه دې ته نهیو رسېدلي چې، ادعا شوې موضوع تایید کړو، دلته د ایمنالظواهري شتون تثبیت شوی نهدی، د هغه مړی نهدی لیدل شوی او هغه ادعا چې، امریکا یې کوي، هغه نهتاییدوو.»
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په بله برخه کې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په هکله وايي چې، امریکا باید د خپلو وګړو د خلاصون په بدل کې، په هغه هېواد کې افغان بیدان ازاد کړي. د هغه په وینا هغوی په دې هکله له امریکايي چارواکو سره په مذاکره کې دي.
ذبیحالله مجاهد زیاتوي:«لکهڅرنګه چې امریکا غواړي خپل وګړي ازاد کړي، باید افغانان هم ازاد کړي. له بدهمرغه تراوسه هم یو افغان په ګوانټانامو کې دی، په امریکا کې هم ځينې افغانان بدیان دي چې، باید ازاد شي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ هم په دې هکله وايي:«کله چې، د دوو هېوادونو ترمنځ ستونزې، حل کېږي، که هغه د بندیانو د ازادۍ برخه وي او یا هم د بندیزونو د لرې کولو برخه وي، د دواړو هېوادونو پر اړیکو مثبته اغېزه لري.»
له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ادعا کړې ده چې، د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اګسټ په دویمه، د القاعده ډلې مشر ایمنالظواهري د کابل په شېرپور سیمه کې په نښه شوی او وژل شوی دی.
په دې اړه مو اندونه