Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د ایران د پولې د بندلو پروژې د کار دوام او د ا.ا غبرګون

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان سیروس امان‌الهي له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، د روان کال تر پایه به له افغانستان سره د ایران د ختیځې پولې د ۳۳۰ کیلومټره بندولو پروژې چارې به بشپړې شي.

سیروس امان الهي د دغه هېواد ختیځو پولو ته د خپل سفر په لړ کې زیاته کړې چې، دغه پروژه د ایران د کورني امنیت د تامین په موخه پلي کېږي.

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان زیاته کړې:«د ایران او افغانستان ترمنځ د تعاملاتو کچې زیاتوالي ته په پام ورځ تر بلې په ګډو پولو کې د امنیت د ټینګښت شاهدان یو چې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په شتون کې دوه برابره شوی."

ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، له افغانستان سره د دېوال د پروژې تطبیق کول د ایران حق دی او په پوله کې دېوال تېرول د اسلامي امارت په هوکړه او همغږۍ ترسره کېږي.

د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی طلوع‌نیوز ته وايي:«هر کار چې، زموږ د پولو د دوو هېوادونو ترمنځ یعنې د افغانستان ایران ترمنځ ترسره کېږي. د هېوادنو، د حکومتونو توافق باید ورسره وي. که‌چېر ته دا نه‌وي دا یو طرفه عمل دی او دا افغانستان خلکو ته او د منلو وړ نه دی.»

د سیاسي چارو بل شنونکی حنیف خان کړوخېل هم څرګندوي:«د دغه دېوال له جوړېدو سره لکه دوی چې، وايي  د ناقانونه کډوالو او د نشه‌يي توکو او ځينو ستونزو مخه که بشپړه نه‌نیول کېږي، نو یو څه بدلون به په کې راځي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع‌نیوز ته وايي:«دا چې، ایران غواړي په خپله خاوره کې د انسداد مرزي په نوم یو پروژره تطبیق کړي، دا د دوی حق دی او دوی کولای شي چې، د خپلو پولو د امنیت د لا ډاډمن کېدو په موخه امنیتي اقدامات ترسره کړي، البته دغه چارې هم د افغانستان اسلامي امارت سره، په توافق او ګډې همغږۍ ترسره کېږي.»

د ایران د چارواکي په خبره، په رضوي خراسان، سوېلي خراسان، سیستان او بلوچستان کې به د پولو د تړلو چارې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

 ایران په پوله کې د دېوال تېرولو د طرحې عملي کولو لپاره خپلو وسله‌والو ځواکونو ته درې مېلیارده ډالره ورکړي دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، له افغانستان سره د دېوال د پروژې تطبیق کول د ایران حق دی او په پوله کې دېوال تېرول د اسلامي امارت په هوکړه او همغږۍ ترسره کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه